کابل (پژواک، ۱۳ کب ۹۷): پر ټاکنو د څار بنسټونه وايي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو غړو په غوراوي کې څلور يې د ولسي جرګې غړي او یو تن یې د کرنې څانګې فارغ دی، تخصص او خپلواکۍ ته یې لږ پام شوی دی.
ولسمشر د روان کال سلواغې په ۱۳مه د ټاکنو قانون له تعدیله وروسته د ټاکنیزو کمېسیونونو ټول غړي له دندو ګوښه کړل او وروسته بیا د نوي قانون پر بنسټ ۶۶ کسان د سیاسي ګوندونو او ۱۵ د مدني بنسټونو له لوري د ټاکنیزو کمېسیونونو غړو او د دغو کمېسیونونو د دارالانشا مشرانو په توګه معرفي شول.
د ۸۱ کسانو له ډلې ۱۶ يې ښځې وې.
د جمعې په ورځ (د کب لسمه) د ولسمشرۍ ټاکنو د اتلسو نوماندانو له ډلې، اوولسو يې یادو نوماندانو ته رایه ورکړه.
د ولسمشرۍ نوماند سید نورالله جلیلي پر یاد بهیر اعتراض وکړ نو ځکه په دې ټاکنو کې يې ګډون ونه کړ.
د ټاکنو ترسره کولو کمېټې اعلان وکړ چې مولانا محمد عبدالله او سید عصمت الله مل، نهه، نهه رايي؛ حبیب الرحمن ننګ، محمد قاسم الیاسي، اورنګزېب، مسافر قوقندي، حوا علم نورستاني، محمد یونس طغرا، چمن شاه اعتمادي اته، اته رایي؛ محمد ذاکر ذکي، محمد حنیف دانشیار، زهره بیان شينواري، سید قطب الدین رویداد او ګیتي، اووه، اووه رايي ترلاسه کړې چې تر ټولو زیاتې رايي دي.
هغوی وویل چې د ۸۱ نوماندانو له ډلې نجیب الله کامه وال او مولوي دین محمد عظیمي هم اووه، اووه رايي خپلې کړې دي.
خو د ولسمشرۍ حقوقي چارو ریاست د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو ته د یو لیک له لارې چې پرون خپور شو، کاږلي دي چې د یو شمېر لوړو رایو ترلاسه کوونکو نوماندانو پر اسنادو له بیا کره کتنې څخه وروسته ځينې ستونزې لیدل شوې دي چې پر اساس یې د ذاکر ذکي او ګیتي پر ځای رحیمه ظریفي چې پنځه رايي یې درلودې او مولوي دین محمد عظیمي د اوو رایو په لرلو سره څوارلس کسيز نوملړ کې شامل شول.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP