Language

د بلخ مدني فعالانو د سولې خبرو کې د تېرو دوو لسيزو لاسته راوړنو پر ساتنې ټينګار وکړ

مزارشريف (پژواک، ۱۳ کب ۹۷): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې لسګونو مدني فعالانو د سړک پر سر راټولېدو سره  د سولې له وروستيو هڅو ملاتړ او همدا راز د تېرو دوو لسيزو لاسته راړونو پر ساتنې ټينګار وکړ.

ياد ځوانان وايي چې له جګړې ستړي شوي او د جنګ په ښکېلو اړخونو يې غږ دا دی څو د سولې روانې خبرې يوې مثبتې پايلې ته ورسوي.

د يادې راټولېدنې پر مهال بېلابېل هنري او فرهنګي پروګرامونه، د عکسونو نندارتون او ژوندۍ نقاشي هم ترسره شوه.

د ياد پروګرام سمبالوونکي او په مزارشريف کې د نی بنسټ مسوول کاوه بشارت پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې خاطر واټ ته راوتلي، له خلکو غواړي چې د سولې له روانې پروسې ملاتړ وکړي.

د هغه په وينا، په دغه پروګرام کې يې ۷۰ هغه عکسونه او نقاشۍ هم نندارې ته وړاندې کړې چې سوله ييز ژوند او د جګړې زيانونه په کې تصوير شوي دي.

هغه زياتوي چې افغانان د روان جنګ د پای ته رسېدو په خاطر حاضر دي چې له هرې هغې ډلې سره سولې ته غاړه کېږدي چې په افغانستان کې يې د جنګ اور بل ساتلی دی.

بشارت دا هم وايي چې افغانان د سولې له پروسې د ټينګ ملاتړ تر څنګ دا هم غواړي څو د وروستيو دوو لسيزو لاسته راوړنې خوندي شي.

نوموړي وويل: ((موږ افغانان حاضر يو چې له هرې ډلې سره د سولې خبرو ته کېنو؛ خو غوښتنه مو دا ده چې د تېرو دوو لسيزو لاسته راوړنې مو پر اوبو لاهو نه شي.))

د بيان ازادي، د رسنيو حقونه، د ښځو او بشري حقونو ساتل، هغه لاسته راوړنې دي چې د بلخ مدني فعالان يې پر ساتلو ټينګار کوي.

هغه له افغان حکومت او نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د سولې خبرو په نوم اجازه ورنه کړي څو د خلکو شرعي او قانوني حقونه سلب شي.

نوموړي له افغان ځوانانو او ټولنيزو فعالانو غوښتنه وکړه چې د سولې د روانې پروسې او ګونګ حالت په تړاو دې بې غوري نه کوي.

عدالت ته د لاسرسي شبکې يوه غړې ريحانه رابع وايي چې سوله د عجلې او وارخطايي کار نه دی او بايد د روان ناورين د حل لپاره له پوره غور او حوصلې کار واخيستل شي.

login or register a new account.