منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۶ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بلخ مدني فعالانو د سولې خبرو کې د تېرو دوو لسيزو لاسته راوړنو پر ساتنې ټينګار وکړ

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۲۳ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۱۳ کب ۹۷): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې لسګونو مدني فعالانو د سړک پر سر راټولېدو سره  د سولې له وروستيو هڅو ملاتړ او همدا راز د تېرو دوو لسيزو لاسته راړونو پر ساتنې ټينګار وکړ.

ياد ځوانان وايي چې له جګړې ستړي شوي او د جنګ په ښکېلو اړخونو يې غږ دا دی څو د سولې روانې خبرې يوې مثبتې پايلې ته ورسوي.

د يادې راټولېدنې پر مهال بېلابېل هنري او فرهنګي پروګرامونه، د عکسونو نندارتون او ژوندۍ نقاشي هم ترسره شوه.

د ياد پروګرام سمبالوونکي او په مزارشريف کې د نی بنسټ مسوول کاوه بشارت پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې خاطر واټ ته راوتلي، له خلکو غواړي چې د سولې له روانې پروسې ملاتړ وکړي.

د هغه په وينا، په دغه پروګرام کې يې ۷۰ هغه عکسونه او نقاشۍ هم نندارې ته وړاندې کړې چې سوله ييز ژوند او د جګړې زيانونه په کې تصوير شوي دي.

هغه زياتوي چې افغانان د روان جنګ د پای ته رسېدو په خاطر حاضر دي چې له هرې هغې ډلې سره سولې ته غاړه کېږدي چې په افغانستان کې يې د جنګ اور بل ساتلی دی.

بشارت دا هم وايي چې افغانان د سولې له پروسې د ټينګ ملاتړ تر څنګ دا هم غواړي څو د وروستيو دوو لسيزو لاسته راوړنې خوندي شي.

نوموړي وويل: ((موږ افغانان حاضر يو چې له هرې ډلې سره د سولې خبرو ته کېنو؛ خو غوښتنه مو دا ده چې د تېرو دوو لسيزو لاسته راوړنې مو پر اوبو لاهو نه شي.))

د بيان ازادي، د رسنيو حقونه، د ښځو او بشري حقونو ساتل، هغه لاسته راوړنې دي چې د بلخ مدني فعالان يې پر ساتلو ټينګار کوي.

هغه له افغان حکومت او نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د سولې خبرو په نوم اجازه ورنه کړي څو د خلکو شرعي او قانوني حقونه سلب شي.

نوموړي له افغان ځوانانو او ټولنيزو فعالانو غوښتنه وکړه چې د سولې د روانې پروسې او ګونګ حالت په تړاو دې بې غوري نه کوي.

عدالت ته د لاسرسي شبکې يوه غړې ريحانه رابع وايي چې سوله د عجلې او وارخطايي کار نه دی او بايد د روان ناورين د حل لپاره له پوره غور او حوصلې کار واخيستل شي.

هغې پژواک ته وويل چې د سولې او ټيکاو په نوم روانه پروسه کې بايد افغان حکومت او افغان ولس هم دخيل کړای شي؛ څو د اساسي حل لارو په تړاو بحثونه رامنځته شي.

اغلې رابعې زياته کړه: ((د سولې مفهوم همدا دی چې موږ بايد له وېرې او ډار پرته ورځنی ژوند مخ ته بوځو، دې هدف ته د رسېدو لپاره بايد موږ اول په خپل منځ کې يوه توافق ته ورسېږو چې څه ډول سوله غواړو، کوم ارزښتونه بايد وساتو او د څه شي په بدل کې سوله راکول کېږي.))

د هغې په وينا، د افغانستان خلکو يو اوږد ناورين تر شا پرېیښی او په تېرو دوو لسيزو کې له نسبي ازاديو برخمن شوي چې نه بايد دا هر څه ناديده ونيول شي.

افغان نقاش مهدي نيازي چې د سړک د غاړې ياد پروګرام کې يې خپل اثار نندارې ته وړاندې کړي وايي چې خلک حق لري څو د روانو حالاتو په تړاو خبر کړای شي.

د هغه په خبره، يو شمېر افغانان مطبوعاتو ته لاسرسی نه لري او په  وينا يې چې په همدې موخه دوی ياد پروګرام تنظيم کړی، څو د مزارشريف عامو خلکو ته د سولې پروسې، خنډونو او اړتياوو په تړاو معلومات ورکړي.

نيازی زياتوي چې په هر ډول سياسي پرېکړو کې د افغانانو شريکول او د دوی نظر اخيستل به د روښانه راتلونکې ضمانت له ځان سره ولري.

نوموړي دا هم وويل چې خلک اړتيا لري څو د عامه پوهاوي پروګرامونو له لارې د سولې او جنګ د روان وضعيت په تړاو معلومات ترلاسه کړي.

د هغه په وينا، د خلکو له سترګو پټ هر ډول تصميم به ښې پايلې ونه لري.

د ښځو د حقونو فعاله زهرا ابراهيمي هم وايي چې د افغان سولې په تړاو خبرې مهم پړاو ته رسېدلي دي.

خو د هغې په خبره، لا هم افغانان نه پوهېږي چې دغه خبرې پر کومو موضوعاتو راڅرخي، پرمختګونه او خنډونه يې کوم دي.

هغه زياتوي، هر افغان هيله لري څو د سولې په روانو خبرو کې يا په مستقيم ډول سهيم وي او يا هم لږ تر لږه د روانو خبرو له جزئياتو خبر شي.

د دې په وينا، اوسنی افغانستان له اتلس کاله وړاندې افغانستان سره خورا زيات توپير لري او زياته يې کړه، چې هڅه دې نه کېږي، څو افغانان بېرته پخواني حالت ته وګرځي.

نوموړې زياته کړه: ((زه اتلس کاله وړاندې له کور څخه بېرون نه شوای راوتلی او له رسنيو سره خبرې کول خو مې لا په خوب کې هم نه ليدل؛ خو اوس زما په څېر ډېر افغان ځوانان د قانون په رڼا کې ازادي لري، کار کوي او په ټولنه کې فعال سهم لري، موږ نه غواړو چې بېرته پخواني حالت ته وګرځو.))

د هغې په خبره، افغانان سوله غواړي؛ خو هغه سوله چې رښتينې وي او شته لاسته راوړنې په کې له منځه ولاړې نه شي.

د سولې په تړاو په داسې مهال افغانان خپل غږ پورته کوي چې له تېرو څو ورځو راهيسې د امريکايي استازو او طالب چارواکو ترمنځ د قطر په مرکز دوحه کې د بندو دروازو تر شا د سولې مذاکرات روان دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور