کابل (پژواک، ١٣ کب ٩٧): د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته رسېدلى دى.
د ملي امنيت شورا وياند او د ستراتيژيکو اړيکو رييس طارق ارين د کب په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، ټاکل شوې چې د هېواد د ملي امنیت سلاکار به د ازبکستان له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره د سیمه ییزو همکاریو په پراختیا، له ترهګرۍ سره مشترکې مبارزې، د سرحدونو امنیت او له نشه يي توکو سره د مبارزې پر لارو چارو بحث او نظریات شریک کړي.
د ملي امنيت سلاکار په داسې حال کې ازبکستان ته تللى چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير او د افغانستان لپاره ځانګړي استازي په قطر کې د طالبانو د ډلې له مرستيال ملا عبدالغني برادر سره ليدلي دي.
د سياسي چارو کارپوه عبدالمالک عاصم وايي، له دغو لیدنو کتنو او خبرو داسې ښکاري چې ازبکستان به د طالبانو او افغانانو د راتلونکې ناستې کوربه وي.
هغه زياتوي، تاشکند د ماسکو د بهیر د دویمې ناستې لپاره یاد شوی وو، خو طالبانو او افغان سیاستوالو هغه مهال په دوحه کې د دویم ځل پر لیدنې هوکړه وکړه.
عاصم وايي، ازبکستان تېر کال هم د طالبانو کوربه و او ښکاري چې د سولې په برخه کې یې د کوربه توب لېوالتیا زیاته شوې ده.
په دې برخه کې د هرې ورځې په تېرېدو سره د نوو پرمختیاوو څرکونه را برسېره کېږي او داسې برېښي چې لوبه په ګرمېدو ده.
بلخوا ولسمشر غني له طالبانو سره د خبرو د یوه لوی او مخور پلاوي په ټاکلو مشورې پیل کړې دي چې تمه ده ژر یې غړي اعلان شي.
login or register a new account.