Language

پکتيا کې د کليوالي اقتصاد د پياوړتيا پروګرام پيل شو

ګردېز (پژواک، ١٥ کب ٩٧): د پکتيا مسوولين وايي، په دې ولايت کې په لومړي ځل د کليوالي اقتصاد د پياوړتيا پروګرام پيل شو، چې په لومړي پړاو کې به په مرکز ګردېز او احمدابا ولسوالي کې پلی شي.

دا پروګرام د کليو د پراختيا او بيارغونې رياست په چوکاټ کې پلی کېږي، چې په خبره يې د مېرمنو د اقتصادي پياوړتيا او بساينې لپاره به کار کوي.

د ياد رياست مشر فضل هادي عاصم د کب په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې پنځه کلن پروګرام پر لومړي پړاو ۷۳ ميليونه افغانۍ لګښت راځي او د کورني اقتصاد له ونډې اخيستونکو ښځو سره به د کار د پياوړتيا په منظور يې  ۱۰۳،۸ ميليونه افغانۍ نوره بلاعوضه مرسته هم وشي.

نوموړي د دې پروګرام موخه د کوچنيو کارونو پراختيا او بازار موندنه ياده کړه.

ده زياته کړه: ((دا برنامه د پنځو کلونو لپاره ترتيب شوې ده، چې سلګونو کسانو ته به په کې د کار زمينه مساعده شي او ميليونونه افغانۍ به د دې پروګرام تر چتر لاندې مصرف شي. موږ دلته عملاً په ۱۶۰ کمېټو کې کار کوو. د دې برنامې اصلي هدف دا دی چې د کليو وړو تشبثاتو او لاسي صنايعو ته رشد ورکړو، څو هغوی ته زمينه برابره شي چې بازار ته راووځي.))

د پکتيا د ولايتي شورا رييس عبدالمالک ځاځي ياد پروګرام ګټور وباله، خو نيوکه يې وکړه چې د دغه پروګرام مرکزي دفتر بايد د نورو ولايتونو پر ځای د زون د مرکز په توګه په ګردېز کې واى، څو د پروګرام د پراختيا په صورت کې نورو سيمو او خلکو ته هم لاسرسی اسانه واى.

دى زياتوي: ((موږ په هره برخه کې تر وس او توانه در سره همکار يو. پکتيا ولايت اوله درجه او د زون مرکز دی، جدي غوښتنه مو دا ده چې د دې برنامې د زون دفتر بايد پکتيا کې وي.))

بل لور ته ښځې د دې پروګرام پيل ته خوښې دي او په سم او شفاف ډول يې د پلي کېدو غوښتنه کوي.

د پکتيکا د ښځو چارو رييسې نسرين اورياخېل وويل، دمګړۍ ګڼې مېرمنې په ګردېز او ولسواليو کې په لاسي صنعت او د کرنې د برخې په ځينو اقتصادي پروژو کې بوختې دي، چې له دې لارې به يې د بازار موندنې په مټ کار پراخ او ښه شي.

هغه وايي: ((مېرمنې داسې اقتصادي او انکشافي برنامو ته ډېر زیات ضرورت لري، نو واقعاً کله چې اقتصاد پياوړی وي، نو بيا زموږ د ژوند ټول مشکلات حل کېږي او ښځې به خپل کارونه په مخ وړي.))

د احمدخېلو ولسوالي اوسېدونکې مليحه نوري ټينګار کوي چې د دې پروګرام د پوښـښ ساحه بايد پراخه او د نورو سيمو او ولسواليو مېرمنو ته هم په کې برخه ورکړل شي.

د هغې په خبره، په پکتيا کې ډېرې بېوزله او داسې مېرمنې شته چې د کور سرپرستي ور تر غاړې ده، نو زيات پام بايد ورته وشي.

login or register a new account.

Related Topics