مزار شريف ( پژواک، ۱۷کب، ۹۷): د حزب وحدت ګوند مشر محمد محقق وايي، ملي يوالي د افغانستان يواځينی حل لاره ده او له طالبانو غواړي تر څو سولې ته غاړه کېږدي چې په وينا يې جګړه کې د هېچا خير نشته .
هغه دا ځرګندونې نن په مزار شریف کې د عبد العلي مزاري د مړينې په ۲۴ تلين نمانځ غونډه کې وکړې.
نوموړی ولسمشر له ځان سره په سلقوي چلند تورنوي او وايې چې ولسمشر يې له دندې د لرې کيدو حق نه لري .
محقق ولسمشر ديکتاتور بولي او وايي چې له ټولو څخه يې صلاحيتونه اخيستي او ټول سياسي احزاب يې حاشيه ته کړي .
هغه پر ولسمشر تور پوري کوي چې له قدرت څخه په استفادې له وخته مخکې کمپاين کوي .
د حزب وحدت مشر محمد محقق سياسي احزاب غواړي چې سوله راولي خو په وينا يې حکومت يې مخالفت کوي .
نوموړی په طالبانو هم غږ وکړ، تر څو له تاوتريخوالي لاس واخلي او له دوي سره تېرې جګړې هېرې کړي چې په خبره يې جګړه د هېچا په خير نه ده .
ده زیاته کړه : (( جګړه موږ کړې او سوله هم موږ کوو.))
هغه ولسشمر د قدرت په انحصار تورنوي او وايي چې د لومړي مرستيال په ګډون يې له ټولو صلاحيتونه اخيستي .
محقق زياتوي چې ولسمشر يې د لرې کولو صلاحيت نه لري چې په وينا يې د خلکو په رايه او د يوې توافقنامې په اساس راغلی .
دی زياتوي ولسمشر ټول سياسي احزاب حاشيې ته کړي چې دا وضعيت ورته نور د منلو نه ده
دی وايي (( ولسشمر محمد اشرف غني د ځان لپاره د کمپايني ګټو لپاره په ادارو کې د افرادو د حذفولو او لرې کولو په وسيله غواړي کمپاين وکړي ))
login or register a new account.