مزار شريف ( پژواک، ۱۷کب، ۹۷): د حزب وحدت ګوند مشر محمد محقق وايي، ملي يوالي د افغانستان يواځينی حل لاره ده او له طالبانو غواړي تر څو سولې ته غاړه کېږدي چې په وينا يې جګړه کې د هېچا خير نشته .
هغه دا ځرګندونې نن په مزار شریف کې د عبد العلي مزاري د مړينې په ۲۴ تلين نمانځ غونډه کې وکړې.
نوموړی ولسمشر له ځان سره په سلقوي چلند تورنوي او وايې چې ولسمشر يې له دندې د لرې کيدو حق نه لري .
محقق ولسمشر ديکتاتور بولي او وايي چې له ټولو څخه يې صلاحيتونه اخيستي او ټول سياسي احزاب يې حاشيه ته کړي .
هغه پر ولسمشر تور پوري کوي چې له قدرت څخه په استفادې له وخته مخکې کمپاين کوي .
د حزب وحدت مشر محمد محقق سياسي احزاب غواړي چې سوله راولي خو په وينا يې حکومت يې مخالفت کوي .
نوموړی په طالبانو هم غږ وکړ، تر څو له تاوتريخوالي لاس واخلي او له دوي سره تېرې جګړې هېرې کړي چې په خبره يې جګړه د هېچا په خير نه ده .
ده زیاته کړه : (( جګړه موږ کړې او سوله هم موږ کوو.))
هغه ولسشمر د قدرت په انحصار تورنوي او وايي چې د لومړي مرستيال په ګډون يې له ټولو صلاحيتونه اخيستي .
محقق زياتوي چې ولسمشر يې د لرې کولو صلاحيت نه لري چې په وينا يې د خلکو په رايه او د يوې توافقنامې په اساس راغلی .
دی زياتوي ولسمشر ټول سياسي احزاب حاشيې ته کړي چې دا وضعيت ورته نور د منلو نه ده
دی وايي (( ولسشمر محمد اشرف غني د ځان لپاره د کمپايني ګټو لپاره په ادارو کې د افرادو د حذفولو او لرې کولو په وسيله غواړي کمپاين وکړي ))
د وحدت ګوند مشر همدا راز وايي، چې داعش ډلې ملاتړ د هغو حلقاتو لخوا کېږي، چې د ولسمشر غني تر نظر لاندې کار کوي.
هغه زياتوي، کله چې ولسمشر له خلکو سره ګوري؛ نو ولې په هغوی باندې بريدونه نه کېږي.
دا په داسې حال کې د تیر اختر په لومړي ورځ پر ارګ هم تر لسو زیات د هوان بریدونه شوي وو.
محقق وایي که سوله او انتخابات هر يو يې ترسره شي؛ نو د دوی ټيم به پکې بريای وي.
نوموړي له طالبانو سره د سولې په تړاو وويل، چې وينه په وينه نه وينځل کېږي او وخت را رسېدلی، چې روان جنګ ته د پای ټکی کېښودل شي.
هغه دا هم وويل، چې ټوله نړۍ غواړي؛ څو له ټاکنو مخکې د سولې پروسه بريالۍ کړي او د دې کار لپاره موقت حکومت غوره لاره ده.
د هغه په خبره د سولې په خبرو کې د افغانستان د شته لاسته راوړنو پر سر معامله نکوي.
په دغه غونډه کې د بلخ پخواني والي او د جمعيت ګوند اجرايي رييس عطامحمد نور په خپلو خبرو کې وويل، چې يو شمېر کړۍ هڅه کوي؛ څو د خلکو تر منځ وحشت خلق کړي.
نور زياتوي، چې په کابل غوندې تر امنيت لاندې ښار کې پر لويو غونډو بريدونه د پوښتنې وړ دي.
هغه وويل، چې تېره ورځ کابل کې د مزاري پر غونډې بريد کې د غفلت له امله بايد مسوولين اشد ډول مجازات شي.
ده زياته کړه، چې امنيتي او کشفي ارګانونه زياتې روپۍ مصرفوي؛ خو په مقابل کې يې کار معلوم نه دی.
نوروویل، چې امنيتي مسوولينو د بې کفايتۍ له امله هره ورځ جګړه زياتېږي او دوی حتی د خپلو مهمو نظامي مرکزونو د ساتنې او امنيت توانايي نلري.
د هغه په وينا د روان ظلم په اړه چوپ پاتې کېدل، جرم دی او خلک بايد نور خپل غږ راپورته کړي.
د بلخ پخواني زياته کړه، چې حکومت د خپل انتخاباتي کمپاين په خاطر په لوړو دولتي پوستونو کې په خپله خوښه د اشخصاصو عزل او نصب روان کړی، چې په خبره يې دغه چاره نور دوی ته د منلو نه ده.
عطامحمد نور وويل چې حکومت هر هغه څوک له دندو لري کوي، چې د دوی په ټيم کې نه وي.
نوموړي وويل، چې د حکومت د غلطو سياستونو له امله خلک وژل کېږي او د قومونو تر منځ تعصب او نفاق اوج ته رسېدلی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










