Language

بلخ کې د یوه رییس د ګومارنې په اړه د ولسمشر حکم نه پلى کېږي

مزارشريف (پژواک، ۱۹ کب ۹۷): په بلخ کې د حيرتان بندري او سوداګريز ښارګوټي د خدماتو (استراس مختلط شرکت) نوی رييس وايي چې د ولسمشر له حکمه ۲۰ ورځې تېرېږي، خو لا هم نوموړی د سيمه ييزې ادارې له خوا نه معرفي کېږي.

هغه د چا نوم نه اخلي، خو زياتوي چې يو شمېر مافيايي کړۍ يې د مقررېدو مخه نيسي.

خو وړمه ورځ د بلخ پخواني والي عطامحمد نور په مزارشريف کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې ولسمشر د خپل کمپاين په خاطر يو شمېر کسان پر دندو ګوماري او ګواښ يې وکړ چې دی به يې دغه کار ته پرې نه ږدي.

د بلخ ولايت مقام بيا وايي چې د حيرتان بندر د خدماتو د نوي رييس مکتوب ورته په رسمي ډول نه دی رسېدلی او زياتوي چې دوی د ولسمشر د احکامو عملي کېدو ته ژمن دي.

حيرتان د هېواد په شمالي ولايت بلخ کې د افغانستان په کچه له مهمو بندري او سوداګريزو ښارګوټو دی چې افغانستان له منځنۍ اسيا هېوادونو او چين سره نښلوي.

د روان ۹۷ لمريز کال د سلواغې په ۲۹مه د ماليې وزارت په وړانديز او د ولسمشر غني په حکم عبداللطيف سهاک د حيرتان بندر د خدماتو (استراس مختلط شرکت) د رييس په توګه ګومارل شوی دی، خو د ۲۰ ورځو په تېرېدو سره لا هم دغه پوسټ ته نه دی معرفي شوی.

لطيف سهاک پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې يو شمېر مافيايي کړۍ يې د مقررېدو مخنيوی کوي.

نوموړي زياته کړه چې د ازاد رقابت له لارې دغه پوسټ ته بريالی شوی او بيا وروسته د ماليې وزارت په وړانديز او د ولسمشر په You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.