منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۴ غ.و
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بلخ کې د یوه رییس د ګومارنې په اړه د ولسمشر حکم نه پلى کېږي

· ۶ دقیقې لوستل · ۱۷۰ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۱۹ کب ۹۷): په بلخ کې د حيرتان بندري او سوداګريز ښارګوټي د خدماتو (استراس مختلط شرکت) نوی رييس وايي چې د ولسمشر له حکمه ۲۰ ورځې تېرېږي، خو لا هم نوموړی د سيمه ييزې ادارې له خوا نه معرفي کېږي.

هغه د چا نوم نه اخلي، خو زياتوي چې يو شمېر مافيايي کړۍ يې د مقررېدو مخه نيسي.

خو وړمه ورځ د بلخ پخواني والي عطامحمد نور په مزارشريف کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې ولسمشر د خپل کمپاين په خاطر يو شمېر کسان پر دندو ګوماري او ګواښ يې وکړ چې دی به يې دغه کار ته پرې نه ږدي.

د بلخ ولايت مقام بيا وايي چې د حيرتان بندر د خدماتو د نوي رييس مکتوب ورته په رسمي ډول نه دی رسېدلی او زياتوي چې دوی د ولسمشر د احکامو عملي کېدو ته ژمن دي.

حيرتان د هېواد په شمالي ولايت بلخ کې د افغانستان په کچه له مهمو بندري او سوداګريزو ښارګوټو دی چې افغانستان له منځنۍ اسيا هېوادونو او چين سره نښلوي.

د روان ۹۷ لمريز کال د سلواغې په ۲۹مه د ماليې وزارت په وړانديز او د ولسمشر غني په حکم عبداللطيف سهاک د حيرتان بندر د خدماتو (استراس مختلط شرکت) د رييس په توګه ګومارل شوی دی، خو د ۲۰ ورځو په تېرېدو سره لا هم دغه پوسټ ته نه دی معرفي شوی.

لطيف سهاک پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې يو شمېر مافيايي کړۍ يې د مقررېدو مخنيوی کوي.

نوموړي زياته کړه چې د ازاد رقابت له لارې دغه پوسټ ته بريالی شوی او بيا وروسته د ماليې وزارت په وړانديز او د ولسمشر په حکم د ټاکل کېدو مکتوب ورکړ شوی دی.

هغه زياتوي چې دوه اوونۍ وړاندې د ماليې وزارت يو پلاوی په رسمي ډول د ده د معرفي کېدو په موخه مزارشريف ته ورغلی و خو په خبره يې چې د بلخ ولايت مقام له یاد پلاوي سره همکاري ونه کړه.

سهاک وايي: ((د بلخ والي راغلي پلاوي ته زما د معرفي کېدو په تړاو د رد او تاييد ځواب ورنه کړ، يواځې همدومره يې ورته وويل چې د اوس لپاره په حيرتان بندر کې يو لړ ستونزې دي او په حل کېدو سره به يې په رسمي ډول معرفي کوي.))

د هغه په وينا، له کابله مزار ته ورغلي پلاوی له دوه ورځني انتظار وروسته بېرته کابل ته ولاړ او زياتوي چې دی لا هم بې برخليکه دی او د ماليې وزارت او ولسمشر پرېکړې ته انتظار باسي.

نوموړي د ده د نه معرفي کېدو د لامل په اړه وويل چې په تېرو کلونو کې په حيرتان بندر کې ميليونونه افغانۍ اختلاس شوی او لا هم ياد فساد روان دی، نو په وينا يې چې ځکه د ده د ټاکل کېدو مخنيوی کوي.

د ولسمشر له لوري د حيرتان بندر د خدماتو نوی ټاکل شوی رييس وايي چې دمګړۍ د حيرتان بندر د خدماتو اداره له مرکزي حکومت سره اړيکې نه لري، بلکې عوايد راټولوي او بېرته يې خپله مصرفوي.

د هغه په وينا، په حيرتان بندر کې ياد فساد او مالي اختلاس د يو شمېر مشخصو کړيو له خوا روان دی، خو د چا نوم يې په ډاګه نه کړ.

د سهاک په خبره چې د ده په ورتګ به نوموړی کوشش وکړي چې د حيرتان بندر عوايد مرکزي کړي او په وينا يې چې له همدې وېرې يو شمېر هغه کسان چې ګټې يې په خطر کې دي، د دغه مخالفت کوي.

د حيرتان بندر د خدماتو نوی ټاکل شوی رييس لطيف سهاک له تېرو څو کلونو راهيسې په بلخ کې د پخواني جهادي مشر جمعه خان همدر په مشرۍ حزب اسلامي ګوند ته نږدې کس پاتې شوی دی.

نوموړی په تېر کې د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور او د بلخ سيمه ييزې ادارې له منتقدينو څخه و.

په ورته وخت کې د بلخ پخوانی والي او د جمعيت ګوند اجرايي رييس عطامحمد نور وايي چې ولسمشر غني د خپلو کمپايني مبارزو په خاطر هڅه کوي څو خپل کسان پر مهمو عايداتي او دولتي څوکيو وګوماري.

نور وړمه ورځ په مزارشريف ښار کې د عبدالعلي مزاري د ۲۴ تلين غونډې پر مهال وويل چې ولسمشر غواړي هغه کسان له دولتي دندو لرې کړي چې په انتخاباتي ټيم کې ورسره نه وي.

هغه زياته کړه: ((ولسمشر چې کله وګوري يو کس يې د مخالف ټيم غړی دی نو سمدلاسه يې لرې کوي، هغه که عادي مامور وي او يا هم د والي، معين او وزير تر کچې سړی وي.))

نور زياتوي چې ولسمشر د خپل ټيم بېکاره او غله کسان پر دندو ګوماري، حال دا چې په وينا يې د نورو ټيمو ماسټران او مسلکي کسان له دليل پرته له دندې لرې کوي.

هغه ويلي وو: ((ولسمشر غواړي چې په حيرتان بندر کې يو رښتينی او ماسټر سړی له دندې لرې کړي او پر ځای يې يو غل او قاچاقبر تعيين کړي چې تر پرونه يې طالبانو ته قاچاقبري کوله.))

هغه ولسمشر او حکومت وننګاوه چې د بلخ او شمال زون په ګډون په ټول افغانستان کې دغه ډول حالت ورته د منلو وړ نه دی او د ولسمشر دا ډول پرېکړې به ونه مني.

له دې سره د بلخ ولايت مقام وايي چې د حيرتان بندر د خدماتو د نوي رييس د ټاکل کېدو په تړاو ورته له مرکز څخه رسمي مکتوب نه دی رسېدلی.

د ولايت مقام مطبوعاتي مسوول منير فرهاد پژواک ته وويل چې دوی يواځې دغه خبرې د ټولنيزو شبکو له لارې اورېدلي دي.

هغه تاييد کړه چې په فېسبوک کې يې د حيرتان بندر د خدماتو د نوي رييس د ټاکل کېدو مکتوب ليدلی، خو زياته يې کړه چې د اداري اصولو له مخې بايد دغه مکتوب دوی ته په رسمي ډول له مرکز څخه واستول شي.

نوموړي وويل چې په دې تړاو هېڅ ډول پلاوی تر اوسه له مرکزه بلخ ته نه دی راغلی.

د فرهاد په وينا، هر وخت چې په رسمي ډول دوی ته مکتوب ورسېږي، نو دوی ژمن دي چې د ولسمشر حکم به په سمه توګه عملي کوي.

نوموړی زياتوي، په بلخ کې يې د کار پر وړاندې هېڅ ډول موانع وجود نه لري او په خبره يې، هر ډول چارې چې قانون حکم کوي، دوی به يې د مرکز په لارښوونه اجراات کوي.

د ماليې وزارت مرستيال وياند عبادالله درمان پژواک سره خبرو کې تاييد کړه چې لطيف سهاک د حيرتان بندر د خدماتو رييس ټاکل شوی، خو زياته يې کړه چې په دې برخه کې يو لړ ستونزې راپيدا شوې دي.

نوموړي مزارشريف ته د ماليې وزارت د پلاوي له سفره نا خبري وښوده، ځو زياته يې کړه چې په نږدې وخت کې به لطيف سهاک په رسمي ډول معرفي شي.

درمان وايي: ((تاسې پوهېږئ چې حکومت د پنځوس پنځوس سهم له مخې ويشل شوی، کله چې يې يو لوری ومني، بيا بل لوری په کې خبرې کوي، خو ډاډه يم چې دا موضوع به ژر حل شي.))

جاوېد احمد

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست