Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د مسلکي ښوونکو او کتابونو کمښت د پوهنې بهير ټکنى کړى

پل علم (پژواک، ١٩ کب ٩٧): د لوګر د پوهنې رياست مسوولين وايي چې د مسلکي ښوونکو او کتابونو له کمښت سره مخ دي چې له امله يې د پوهنې بهير ټکنى شوى دى.

د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاپور عرب د کب په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې مسلکي ښوونکى د پوهنې د پياوړتيا لپاره تر ټولو مهمه مسئله ده، خو په لوګر د مسلکي ښوونکو شمېر کم دی.

هغه وايي: ((موږ د مسلکي ښوونکو او درسي کتابونو په برخو کې ستونزو لرو، دغه موضوع مو له وزارت سره شريکه کړې او هيله مند يو چې د حل لپاره يې ډېر ژر اقدام وشي.))

د ده په وينا، د لوګر د پوهنې رياست په پام کې لري د راتلونکي ښوونیز کال لپاره ٥٦٤ حق الزحمه يي ښوونکي پر دندو وګوماري.

عرب زياتوي، د يادو ښوونکو د ګومارنې لپاره تېره اوونۍ د ٢٩٧ ښځو په ګډون له ١٥٨٥ کسانو ازموينه اخيستل شوې ده.

په ورته وخت کې د مرکز پل علم د شاهي کلا عالي لېسې د نهم ټولګي زده کوونکي نورالرحمن پژواک ته وويل چې تېر کال دوى د څو مضمونونو لپاره ښوونکى نه درلودل.

هغه وايي: ((ډېر وخت موږ د کتابونو او استادانو په برخو کې مشکل لرو، داسې وخت کېږي چې يو استاد د څو مضمونونو درس ورکوي چې هېڅ شاګردان پرې سم نه شي پوهولاى.))

دغه راز د لوګر ولايتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل پژواک ته وويل چې حکومت بايد د زده کوونکو لپاره مسلکي ښوونکي، درسي کتابونه او د زده کړو سالم چاپېريال برابر کړي.

دى زياتوي: ((تر کومه چې موږ خبر يو، مشکلات ډېر نشته دي، خو بيا هم ځينې موضوعات دي چې هغه به موږ له خپلې لارې هم له اړوندو چارواکو سره شريک کړو، ترڅو د حل يوه لار ورته پيدا شي.))

لوګر ٣٠٥ ښوونځي او ديني مدرسې لري چې د ٤٠زره نجونو په ګډون ١٣٥زره زده کوونکي په کې زده کړې کوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.