Language

ولسمشر غني : خپل سر ورکوم، خو امنيتي ځواکونه له لاسه نه ورکوم

کابل (پژواک، ١٩ کب ٩٧) : ولسمشر غني وايي، خپل سر ورکوي خو امنيتي ځواکونه له لاسه نه ورکوي او هغوی چې خیال کوي د افغانستان اردو به منحل او چورلکې به د داغمې په بیه په نورو وپلوري، سل ځله دې بیا فکر  وکړي.

له ارګ څخه د کب په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر اشرف غني کندهار ته د سفر پر مهال تېره شپه د ۲۰۵ اتل قول اردوسرتېرو، بریدملانو او افسرانو سره جلا جلا وکتل او ورته يې وينا وکړه.

سرچينې زياته کړې، ددې کتنو پر مهال شېرمحمد د سرتېرو، محمدغوث د بریدملانو او تورن احمدشاه د افسرانو په استازیتوب ولسمشر ته خپلې غوښتنې او وړاندیزونه مطرح کړل او ويې ویل، د هېواد لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي او په دغه برخه کې به خپلې هڅې درېغ نه کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ورپسې ولسمشر د ۲۰۵ اتل قول اردو مسوولینو او منسوبینو سره په عمومي غونډه کې د ګډون او وینا پرمهال وویل، ستاسو د اتلولیو او له سېلاب ځپلو سره د همکاریو د قدردانۍ لپاره راغلی دى ، ځکه سلګونه په سېلاب کې ایسار کسان مو وژغورل او د هېواد د صادقو بچیانو په توګه پر تاسو ویاړي.

ولسمشر غني د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ته د هغو سرتېرو د تقدیرولو لارښوونه وکړه چې په سېلاب کې د ایسارو کسانو د ژغورنې په عملیاتو کې یې ښه رول لوبولی.

هغه زیاته کړه : "هغوی چې وایي په افغانستان کې انګېزه نشته، زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه دې وګوري، ستاسو وطنپالنه واقعاً د قدر وړ ده. "

ولسمشر وايي، د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندان په توګه خپل سر ورکوي، خو تاسې له لاسه نه ورکوي او هغوی چې خیال کوي د افغانستان اردو به منحل او چورلکې به د داغمې په بیه په نورو وپلوري، سل ځله دې بیا فکر  وکړي.

د اشرف غني په وينا، په نوې ټکنالوجۍ د پوهېدو په موخه د سرتېرو، بریدملانو او افسرانو د مسلکي زده کړو د اساسي بدلون  او په داخل یا بهر کې هغوی ته د ارکانحربۍ زمینې د برابرولو د وړاندیز هرکلی کوي او د دې لپاره واضح طرحه غواړي.

نوموړي د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د سرتېرو د اکمالاتو، امتیازاتو او حقونو برخه کې شته ستونزې باید په اساسي توګه حل شي. همدارنګه یې سرتېرو، بریدملانو او افسرانو ته ډاډ ورکړ چې ټولو غوښتنو او وړاندیزونو ته به یې پر وخت رسیدګي وشي.

ولسمشر محمداشرف غني په ټینګار سره وویل، د سرتېرو د تلفاتو د راکمولو په موخه باید ټول لازم اقدامات وشي. هغه زیاته کړه، سپمول شوې پیسې به د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته ورکړل شي.

هغه امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خطاب کې وویل : " تاسو ثابته کړه چې ورځ تر بلې غښتلي کېږئ او سوله هم ستاسو د قوت له برکته کوو. د سولې له راتګ سره  به ستاسو رول لا زیات او پیاوړی شي. هغه زیاته کړه، هر ځل د سولې راتګ سره جنګ شدت مومي، سوله راتلونکې ده، خو زغم او تدبیر غواړي. "

ورپسې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان ډګرجنرال امام نظر بهبود ولسمشر ته د ښه راغلاست پرمهال امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د هغه د همېشنۍ پاملرنې قدرداني وکړه او همدارنګه یې د سرتېرو د اتلولیو، عملیاتو او لاسته راوړنو په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل.

login or register a new account.