Language

بغلان کې له يوشمېر ښوونکو د ارزیابۍ په نوم پیسې اخیستل شوې دي

پلخمري(پژواک، ٢٠ کب ٩٧): د بغلان د نهرین ولسوالۍ ښوونکي د میاشتنۍ تنخوا له ځنډه شکایت کوي او ادعا يې وکړه چې اړوندو مامورینو یې له معاشونو د ارزیابۍ په نوم پيسې هم ګرځولې دي.

د نهرین ولسوالۍ لسګونو ښوونکو د کب په ۲۰ مه د بغلان د پوهنې ریاست مخ ته  په یوه اعتراضیه غونډه کې رسنیو ته وویل چې له دې غونډې يې موخه د نهرین ولسوالۍ له معتمد او د پوهنې مدیر  څخه شکایت دی.

دوى وايي چې د ولسوالۍ د پوهنې مديريت له ۷۵۰ ښوونکو څخه د ارزیابۍ په نوم زرګونه افغانۍ ګرځولي چې باید پوښتنه ترې وشي.

د دغو ښوونکو له ډلې څخه عظیم محمد پریاني پژواک ته وویل چې د پوهنې مدیر او معتمد له سلګونو ښوونکو د ارزیابۍ په نوم ۷۵۰زره افغانۍ پټې پیسې اخیستې دي.

پریاني زیاتوي چې د نهرین ولسوالۍ معتمد ښوونکو ته میاشتني معاشونه هم په قسطونو ورکوي چې د ځینو ښوونکو د تېرو څو میاشتو معاشونه پاتې دي.

دغه راز د محمد ملنګ په نوم بل ښوونکی هم ادعا لري چې د روان کال د وري میاشتې معاش یې لاهم نه دی ترلاسه کړی.

هغه زياتوي: ((په علت یې نه يم خبر خو د تېر حمل میاشتې له معاش څخه مې څلور نیم زره افغانۍ ګرځول شوي اوس راته وايي چې د ارزیابۍ په نوم یې ګرځولي.))

يو شمېر نورو اعتراض کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

د اړوندې موضوع په اړه د بغلان د پوهنې ریيس سید اسماعیل مجاهد له ښوونکو د اخیستل شوو پیسو او معاشونو د ځنډولو په اړه بې خبري وښوده او ويې وويل چې د يادې موضوع د څېړنې په موخه يې کمېټه  ټاکلې ده.

login or register a new account.