Language

د ملګرو ملتونو امنيت شورا نن د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه کوي

کابل (پژواک، ٢٠ کب ٩٧) : د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د افغانستان د وروستيو حالاتو د ارزولو په موخه نن ځانګړې غونډه جوړوي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د نمايندګۍ ( يوناما) له خوا د کب په ٢٠مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه غونډه کې به د ملګرو ملتونو سرمنشي انټينو ګوټيرز د افغانستان د وروستيو حالاتو په اړه خپل راپور امنيت شورا ته وړاندې کړي.

سرچينې زياته کړې، د امنيت شورا د ١٥ غړو هېوادونو سفيران به پر دې راپور نظر ورکړي او د افغانستان د وروستيو حالاتو په اړه به خپل نظريات سره  شريک کړي.

بلخوا د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب هم د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په دغې ځانګړې غونډه کې د ګډون لپاره نيويارک ته رسېدلى دى.

د ملي امنيت شورا وياند طارق ارين پژواک اژانس ته وويل، چې محب به په دغې ځانګړې غونډې کې د ګډون ترڅنګ وينا هم وکړي.

هغه زياته کړه،  دغه راز د ملي امنيت سلاکار به د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ځېنو غړو هېوادونو له استازو سره ځانګړې ليدنې هم ولري.

login or register a new account.