Language

د کابل ښار د ١١ امنيتي حوزو مسوولين له دندې لرې شول

 

کابل (پژواک، ٢٠ کب ٩٧) : د کورنيو چارو وزارت له خوا د کابل ښار د يوولسو امنيتي حوزو مسوولين له دندو لرې کړل شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت  امنيتي مرستيال جنرال خوشحال سادات د کب په ٢٠مه، په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي ، چې نن يې له امنيتي مسوولينو سره ځانګړې ناسته لرله.

هغه زياته کړه، د کابل اوسنی امنيتي وضعيت او د ځېنو امنيتي حوزو د امرينو غفلت د خلکو او مسوولينو لپاره د منلو او قناعت وړ نه دی.

جنرال سادات ويلي، د غوره مديريت او د خلکو د لاخونديتوب لپاره يې  نن د کابل د ١١ امنيتي حوزو امرين بدل او پر ځای يې نوي کسان وګومارل.

د نوموړي په وينا، دوی هم درې مياشتې وخت لري ، چې د کابل امنيتي حالت ښه او د جرمونو کچه راټيټه کړي.

د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال نويو امرينو ته ويلي، چې که په ور سپارل شوي ماموريت کې پاتې راغلل، له دندو به ګوښه شي.

ده زياته کړې، د خلکو امنيت يې لومړيتوب دی.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په کابل ښار کې يو ځل بيا د جنايي جرمونو پېښې زياتې شوې دي.

login or register a new account.

Related Topics