مزار شريف ( پژواک، ۲۰کب، ۹۷) : په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو مسوولين وايي، چې د پوځ په ليکو کې د ښځو ونډه د پخوا په پرتله زياته شوې ده.
د شاهين قول اردو مرستيال جنرال ادم خان متين دغه څرګندونې د کب په ۲۰مه، د مارچ اتمې يا د ښځو د پيوستون نړيوالې ورځې په وياړ غونډه کې وکړې، چې د يادې قول اردو په مرکز کې جوړه شوې وه.
نوموړي غونډې ته وويل، د ملي اردو په ليکو کې د مېرمنو شتون يوه جدي اړتيا ده او دوی هڅه کوي چې دغه تشه ډکه کړي.
هغه زياته کړه، د پوځ په ليکو کې شته مېرمنې د نارينه وو تر څنګ په رښتينې توګه کار کوي او په وينا يې چې له ښو امتيازاتو څخه هم برخمنې دي.
جنرال متين وايي ، دمګړۍ د شمال په ځينو برخو کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې عمليات روان دي او په خبره يې چې د وسله والو ټول تخريبي فعاليتونه يې له ماتې سره مخ کړي دي.
نوموړي دا هم وويل چې نن سهار يې د بلخ په چمتال او يو شمېر نورو ناامنه ولسواليو کې د مخالفو وسله والو پر وړاندې عمليات پيل کړي دي.
په ورته وخت کې د شاهين و قول اردو د جندر مسووله بريدمله نګين وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله په افغان پوځ کې د ښځو ګډون زيات شوی دی.
هغه زياتوي، يواځې په شاهين قول اردو کې د ښځينه سرتېرو شمېر۱۵۰ تنو ته رسېږي، چې دغه شمېر د پخوا په پرتله زيات شوی دی.
نګين وويل: (( پوځ کې خدمت کوونکو مېرمنو ته ډېرې اسانتياوې په نظر کې نيول شوي، د ښه معاش تر څنګ ښځينه سرتېرو ته په شخصي پوهنتونونو کې په وړتيا ډول د زده کړو زمينه هم برابرېږي)).
login or register a new account.