منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۶ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۵° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

شمال کې د ملي اردو په ليکوکې د ښځو ونډه زياته شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۱ کتنې

مزار شريف ( پژواک، ۲۰کب، ۹۷) : په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو مسوولين وايي، چې د پوځ په ليکو کې د ښځو ونډه د پخوا په پرتله زياته شوې ده.

د شاهين قول اردو مرستيال جنرال ادم خان متين دغه څرګندونې د کب په ۲۰مه، د مارچ اتمې يا د ښځو د پيوستون نړيوالې ورځې په وياړ غونډه کې وکړې، چې د يادې قول اردو په مرکز کې جوړه شوې وه.

نوموړي غونډې ته وويل، د ملي اردو په ليکو کې د مېرمنو شتون يوه جدي اړتيا ده او دوی هڅه کوي چې دغه تشه ډکه کړي.

هغه زياته کړه، د پوځ په ليکو کې شته مېرمنې د نارينه وو تر څنګ په رښتينې توګه کار کوي او په وينا يې چې له ښو امتيازاتو څخه هم برخمنې دي.

جنرال متين وايي ، دمګړۍ د شمال په ځينو برخو کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې عمليات روان دي او په خبره يې چې د وسله والو ټول تخريبي فعاليتونه يې له ماتې سره مخ کړي دي.

نوموړي دا هم وويل چې نن سهار يې د بلخ  په چمتال او يو شمېر نورو ناامنه ولسواليو کې د مخالفو وسله والو پر وړاندې عمليات پيل کړي دي.

په ورته وخت کې د شاهين و قول اردو د جندر مسووله بريدمله نګين وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله په افغان پوځ کې د ښځو ګډون  زيات شوی دی.

هغه زياتوي، يواځې په شاهين قول اردو کې د ښځينه سرتېرو شمېر۱۵۰ تنو ته  رسېږي، چې دغه شمېر د پخوا په پرتله زيات شوی دی.

نګين وويل: (( پوځ کې خدمت کوونکو مېرمنو ته ډېرې اسانتياوې په نظر کې نيول شوي، د ښه معاش تر څنګ ښځينه سرتېرو ته په شخصي پوهنتونونو کې په وړتيا ډول د زده کړو زمينه هم برابرېږي)).

هغې زياته کړه، يادې مېرمنې ډېری وخت د شاهين قول اردو په اداري برخو کې کار کوي او په وينا يې چې د اړتيا په صورت کې نظامي اجراات هم کوي.

نوموړې وايي، لا هم د مېرمنو پر وړاندې ځينې ستونزې شته، چې له امله يې کورنۍ ښځو ته په اردو کې د ګډون اجازه نه ورکوي.

نګين له وسله والو مخالفينو غواړي چې سوله وکړي او که سوله نه کوي، نو افغان ځواکونه جګړې ته چمتو دي.

د شاهين قول اردو په مربوطاتو کې د پوځ بله سرتېرې فاطمه رضايي هم وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله  په ملي اردو کې د افغان ښځو ګډون زيات شوی دی.

د هغې په خبره، په اردو کې د ښځينه او نارينه افسرانو تر منځ  هېڅ ډول توپير نشته او هغه امتيازات چې نارينه ته ورکول کېږي، ښځينه سرتېرې ته هم ورکول کېږي.

هغه وايي چې ښه  امکانات په واک کې ورکړل شوي دي.

دغه سرتېرې وايي، په ملي اردو کې د ښځو شتون جدي اړتيا ده، ځکه په وينا يې چې يو نارينه نه شي کولی د دندې پر مهال  ښځې تالاشي  کړي .

هغه زياتوي، افغان ځواکونه د سولې او جګړې دواړو لپاره چمتووالی لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه