Language

خلک: د غزني په اندړو کې پر یوه موټر هوايي برید کې ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي

غزني ښار (پژواک، ٢١ کب ٩٧): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې پر يو موټر هوايي بريد شوى، چارواکي وايي چې په دغه برید کې وسله وال طالبان وژل شوي، خو د سيمې اوسېدونکي بیا ادعا کوي چې وژل شوي ټول ملکي وګړي دي.

د اندړو ولسوالۍ يوه اوسیدونکی محب الله د کب په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ د لېوانو په سيمه کې پر يوه ټونیس موټر هوايي بريد شوى دى.

هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې ١١ ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د غزني د ولايتي شورا مرستيال امان الله کامراني بيا وايي چې د اندړو ولسوالۍ د لېوانو په سيمه کې پر  يو فيلډر موټر هوايي بريد شوى دى.

د نوموړي په وينا، د سيمې له خلکو سره يې اړيکې نيولې، هغوى ورته ويلي چې په دغه بريد کې ملکيان نه دي وژل شوي.

د کامراني په خبره، ويل کېږي چې په دغه موټر کې وسله والو طالبانو ته لوجستيکي اکمالات کېدل چې تر بريد لاندې راغلى.

د هغه په وينا، داسې اوازې هم شته چې پر دغه موټر چاودنه شوې او په کې سپاره طالبان وژل شوي دي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي چې د وسله والو طالبانو پر يو فيلډر موټر هوايي بريد شوى چې په ترڅ کې يې درې وسله وال وژل شوي دي.

هغه په دې پېښه کې د ملکيانو وژل کېدل رد کړل.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې امريکايي ځواکونو پر ملکي موټر بريد کړى او ملکيان يې وژلي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.