غزني ښار (پژواک، ٢١ کب ٩٧): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې پر يو موټر هوايي بريد شوى، چارواکي وايي چې په دغه برید کې وسله وال طالبان وژل شوي، خو د سيمې اوسېدونکي بیا ادعا کوي چې وژل شوي ټول ملکي وګړي دي.
د اندړو ولسوالۍ يوه اوسیدونکی محب الله د کب په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ د لېوانو په سيمه کې پر يوه ټونیس موټر هوايي بريد شوى دى.
هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې ١١ ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د غزني د ولايتي شورا مرستيال امان الله کامراني بيا وايي چې د اندړو ولسوالۍ د لېوانو په سيمه کې پر يو فيلډر موټر هوايي بريد شوى دى.
د نوموړي په وينا، د سيمې له خلکو سره يې اړيکې نيولې، هغوى ورته ويلي چې په دغه بريد کې ملکيان نه دي وژل شوي.
د کامراني په خبره، ويل کېږي چې په دغه موټر کې وسله والو طالبانو ته لوجستيکي اکمالات کېدل چې تر بريد لاندې راغلى.
د هغه په وينا، داسې اوازې هم شته چې پر دغه موټر چاودنه شوې او په کې سپاره طالبان وژل شوي دي.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي چې د وسله والو طالبانو پر يو فيلډر موټر هوايي بريد شوى چې په ترڅ کې يې درې وسله وال وژل شوي دي.
هغه په دې پېښه کې د ملکيانو وژل کېدل رد کړل.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې امريکايي ځواکونو پر ملکي موټر بريد کړى او ملکيان يې وژلي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










