Language

خلیزاد: سولې ته درسیدلو لپاره پر څلورو موضوعاتو موافقه پکار ده

کابل (پژواک، ۲۱ کب ۹۷) :  دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، چې له طالبانو سره یې پر دوو موضوعاتو موافقه کړې ، تردې وروسته به پر اوربند او بین الافغاني مذاکراتو خبرې کیږي.

نوموړي دغه څرګندونې د قطر په پلازمینه دوحه کې له طالبانو سره تر ۱۶ ورځنیو خبرو اترو وروسته په ټولنیزه شبکه کې ټویټر کې کړې دي.

خلیلزاده زیاته کړې، له طالبانو سره یې نن اوږدې خبرې اترې او مذاکرات پای ته ورسیدل ، د سولې لپاره حالات نور هم ښه شوي دي.

ده زیاته کړې : (( دا څرګنده ده، چې ټولې خواوې سوله  او جګړې ختمیدل غواړي، ځینې لوړې ژورې وې خو خبرې سمې روانې دي.))

د امریکا ځانګړي استازي ویلی، سوله پر څلورو موضوعاتو موافقې ته اړتیا لري، له ترهګرو سره د مبارزې ضمانت، د  ځواکونو وتل، بین الافغاني مذاکرات او اوربند.

خلیلزاد وایي، د څلورم پړاو په خبرو کې دیادو څلورو موضوعاتو پر اصولو موافقه شوې وه، په پنځم پړاو کې پر لومړیو دوو موافقه وشوه.

د نوموړي په وینا، کله چې د ځواکونو پر وتلو او له ترهګرۍ سره د مبارزې خلاص شي، بیا به طالبان او  د افغان حکومت په ګډون نور افغانان پخپلو مینځو کې پراور بند او یو سیاسي جوړ جاړي خبرې پیلوي.

دامریکا ځانګړي استازي زیاته کړې، چې اوس واشنګټن ته روان دی، څو هلته هم سلا مشورې وکړي او ډیر ژر به له طالبانو سره بیا وګوري.

هغه یو ځل بیا په ډاګه کړې، تر هغې پورې وروستۍ موافقه نه کیږي، چې پر ټولو موضوعاتو موافقه نه وی شوی.

خو طالبانو پخپلې اعلامیې کې ویلي، چې یواځې پر یادو دوو لومړیو موضوعاتو خبرې شوې، نور یې رد کړي دي.

login or register a new account.

Related Topics