Language

د امریکا او طالبانو ۱۶ ورځنۍ خبرې له بشپړې موافقې پرته پای ته ورسیدې

کابل (پژواک، ۲۱ کب ۹۷) : په قطر کې د امریکا او طالبانو د خبرو اترو پنځم پړاو تر ۱۶ ورځو وروسته پای ته رسیدلی، خو په ښکاره کومو پایلو ته نه دي رسیدلي.

افغان خبریال سمیع یوسفزی چې له تیرو  دوو اونیو راهیسې په قطر کې و، د کب په ۲۱مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دا خبرې نن مازیګر پای ته رسیدلي دي.

هغه زیاته کړه، چې زلمی خلیلزاد واشنګټن ته روان شوی دی او د دې تیرو ۱۶ ورځو د خبرو اترو په اړه به امریکایي لوړ پوړو چارواکو او ممکن ولسمشر ټرمپ سره معلومات شریک کړي.

نوموړی وایي، چې د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو اترو شپږم پړاو خبرې اترې به د روانې مارچ میاشت په وروستیو یا بله میاشت کې بیا په دوحه کې وشي.

بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله  مجاهد هم په یوه خبرباڼه کې ویلي، چې په دوحه کې له امریکایي پلاوي سره پیل شوي مذاکرات نن پای ته ورسیدل.

هغه زیاته کړې، د مذاکراتو په دې بهیر کې په هغو دوو موضوعاتو چې د جنورۍ په میاشت کې پرې توافق شوی و، تفصیلي او هر اړ خیز بحثونه وشول.

د نوموړي په وینا، دغه دوه موضوعات له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل او د نورو په ضرر د افغان خاورې نه کارول و،  داچې ټول بهرني ځواکونه به له افغانستان څخه څنګه او په څومره وخت کې وځي او د وتلو ترتیب به یې څنګه وي؟

مجاهد وایي، همدارنګه له اینده افغانستان څخه به امریکا یان او ملګري یې څه ډول مطمئن کیږي؟  په دې دواړو برخو کې کافي پرمختګ وشو، د اوس لپاره به دواړه لوري په شویو پرمختګونو لا زیات غورکوي، له خپلو مشرانو سره به یې شریکوي او په راتلونکي غونډه کې به  چې وخت  به يې وروسته د دواړو مذاکراتي ټیمونو په موافقه تعینیږي امادګي نیسي.

دطالبانو ویلي، چې په دې غونډه کې په اور بند او له حکومت سره په مذاکراتو هیڅ کومه فیصله نه ده شوې او نه هم نور موضوعات په اجنډا کې داخل شوي دي، په دې اړه د ځینو رسنیو راپورونه حقیقت نه لري

 

بلخوا ځینو رسنیو خبر ورکړی، چې امریکا او طالبانو پر دوو موضوعاتو د امریکایي ځواکونو پر وتلو او د طالبانو لخوا امریکا ته د ګواښ بیا نه پيښيدلو د ضمانت ورکولو په اړه موافقې ته رسیدلي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې په دې اړه اعلامیه هم جوړه شوې، خو دواړه لوري به یې په بل پړاو کې لاسلیک او بیا به یې اعلان کړي.

login or register a new account.