Language

ملګرو ملتونو د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ پر خبرو ټينګار کړی

کابل (پژواک، ٢١ کب ٩٧): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازى او د يوناما مشر د  افغانستان د حکومت  او وسله والو طالبانو ترمنځ پر مخامخ خبرو ټينګار کړی دی.

د يوناما مشر تاداميچي ياماموتو دغه څرګندونې تېره شپه په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په هغې ځانګړې غونډه کې کړې چې د افغانستان په اړه جوړ شوې وه.

په دې غونډه کې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار هم په ځانګړې توګه ګډون کړى و.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړي استازي يادې غونډې ته د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات ورکړل.

ياماموتو د سولې د روانو هڅو، راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو، بشري حقونو، د ښځو د پياوړتيا او د بشري وضعیت په اړه د مهمو پرمختياوو په هکله خبرې وکړې.

نوموړي د ډېری افغانانو له کړاوه ډک ژوند او د جګړې له امله د تلفاتو په هکله چې پر ملکيانو يې بدې اغېزې لا هم دوام لري، د امنيت شورا غونډې ته معلومات ورکړل.

د يوناما مشر يو ځل بيا د سولې په هر پړاو کې پر بين الافغاني خبرو اترو پر ارزښت ټينګار وکړ او غوښتنه يې وکړه چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې نېغ په نېغه خبرې بايد ژر تر ژره پيل شي.

هغه، سوله د افغانستان د خلکو د راتلونکي مهمه وباله او اړينه يې وبلله چې د افغان ښځو په ګډون بايد دا پروسه د افغانانو په مالکيت ترسره شي.

ياماموتو زياته کړې چې د افغان سولې پروسې د بريا لپاره د نړيوالې ټولنې او د سيمې د هېوادونو مرسته او همکاري اړينه ده.

هغه د افغان حکومت ستاينه وکړه چې د سولې په پروسو کې يې ښځو ته ونډه ورکړې او ويې ويل چې د ښځو ونډه بايد په هره پروسه کې په پام کې ونيول شي.

د يوناما مشر د ولسمشريزو ټاکنو په اړه وويل چې په قانون کې يې تعديل راوستل شوى، د ټاکنيزو کمېسيونونو مشران او کمېشنران د ټولو سياسي ګوندو، کانديدانو، مدني ټولنو او نورو له خوا ټاکل شوي دي.

نوموړي له ټاکنيزونو کمېسيونونو وغوښتل چې د خلکو باور ترلاسه کولو لپاره بايد جدي اقدامات وکړي.

login or register a new account.