ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې د پاسپورت اخیستو انلاين سيستم پرانيستل شو

په افغانستان کې د پاسپورت اخیستو انلاين سيستم پرانيستل شو

author avatar
12 Mar 2019 - 16:34
په افغانستان کې د پاسپورت اخیستو انلاين سيستم پرانيستل شو
author avatar
12 Mar 2019 - 16:34

کابل (پژواک، ۲۱ کب ۹۷): په افغانستان کې د پاسپورټ ورکولو انلاين سيستم چې له مخې به يې هره ورځ د پاسپورټ ورکولو وړتيا له ٢٠٠٠ څخه لسو زرو ته لوړه شي، پرانيستل شو.

د کورنيو چارو وزارت د پاسپورت رياست مشر پاسوال سيد عمر صبور نن په دې اړه جوړه شوې ناسته کې وويل چې دغه رياست له فساد سره د مبارزې او په لږ وخت کې د پاسپورت اخيستو په موخه د پاسپورت انلاين فورم سيستم رامنځته کړى دى.

هغه وايي: "د پاسپورت غوښتونکی په انلاين ډول فورمه ډکوي، د فورمې کاپي له ځان سره اخلي او د افغانستان بانک په يوه نماينده ګي کې خپلې پيسې تحويلوي؛ له هغه وروسته راځي پاسپورت ادارې ته، په دې اداره کې فورم چک او بايوميټريک کېږي او وروسته زموږ هېوادوال ته هېڅ کار نه پاتې کېږي."

دی وايي: "تر دې وړاندې کله چې به کوم پاسپورټ ورک او يا هم وسوځېد نو لومړی به سرحدي انټرپول پوليسو ته معلومات ورکول کېدل او بيا به دا معلومات ورکول کېده چې فلانى پاسپورټ د اعتبار وړ نه دی؛ خو اوس د دغه سيستم په پرانيستې سره يادو پوليسو ته په انلاين ډول معلومات ورکول کېږي ځکه چې له سيستم سره وصل دي."

د ده په وينا، اوس هېڅوک نه شي کولای له ورک شوي، سوځېدلي او يا هم دويم او درېيم پاسپورت څخه په هوايي ډګرونو او بندرونو کې ګټه واخلي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزير شهزاد اريوبي په ياده ناسته کې وويل چې په انلاين بڼه د پاسپورټ ترلاسه کولو فورم ترلاسه کول د ښې حکومتولۍ راوستو يوه برخه ده.

هغه زياته کړه: "دغه سيستم پر نړيوالو معيارونو سمبال دی، کره بايوميټريک سيستم لري، له هوايي ډګرونو سره وصل دی او د راپور اخيستو غښتلې برخه لري؛ له دې وړاندې د پاسپورټ رياست کولای شوای چې د ورځې ۲۰۰۰ پاسپورټونه ووېشي، خو د نوي سيستم له لارې کولای شي په يوه ورځ کې لس زره پاسپورټونه ووېشي."

هغه وايي چې په دغه سيستم کې هغو کسانو ته د پاسپورټ ورکولو لومړيتوب په پام کې نيول شوى چې د ناروغۍ او په نورو بېړنيو حالاتو کې پاسپورټ ته اړتيا لري.

د کورنيو چارو وزارت سرپرست محمد مسعود اندرابي په ياده غونډه کې وويل چې افغانستان د ټکنالوجۍ په برخه کې د سيمې هېوادونو په کتار کې ولاړ دی او د ښې حکومتولۍ چارې په منظم ډول پر مخ ځي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.