کابل (پژواک، ٢١ کب ٩٧): د ننګرهار والي وايي چې د نشه يي توکو قاچاقبر او مافيايي کړۍ چې ګټې يې په خطر کې شي، هر نوى والي چې غواړي اصلاحات رامنځته کړي، پر وړاندې يې ستونزې جوړوي.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل دا څرګندونې وروسته له هغه په خپله فېسبوک پاڼه کې کړې چې د جلال اباد ښا په ګډون په ننګرهار ولايت کې امنيتي پېښې يو ځل بيا ډېرې شوې دي.
په جلال اباد ښار کې له تېرو څو ورځو راهيسې د چاودنو او ترور پېښو راپورونه ورکړل شوي چې په ترڅ کې يې د امنيتي منسوبينو تر څنګ ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
له يادو پېښو وروسته ګڼو خلکو په ټولنيزو شبکو او رسنيو کې پر نوي والي شاه محمود مياخېل نيوکې پيل کړې چې ګواکې په خپله دنده کې پاتې راغلى دى.
هغه زياته کړې: ((ننګرهار ته زما راتګ يوازې د هېواد د عمومي حالاتو د درک پر اساس دی؛ ځکه مافيايي کړۍ او سيمه ييز دښمنان او ګروپونه نه غواړي چې په افغانستان کې دې يو قوي او ښه حکومت وي.))
د نوموړي په وينا، دغه ډول خلک خپل نيرنګونه نېغ په نېغه او په غير مستقيم ډول د خپلو اجنټانو له لارې په کار اچوي چې اوسنى نظام او حکومت ناکام کړي. د همدغه مسوولیت او د حالاتو نه درک پر اساس دا پر ټولو فرض دى چې د خپل نظام او حکومت ملاتړ وکړي.
مياخېل وايي: ((د همدغه مسوولیت د درک پر اساس، ما په دې حساسه مرحله کې دا لوی مسوولیت چې ټول ننګونه مې ليدله، بيا هم قبوله کړه. په دې دنده کې زه نه شخصي ګټې ګورم او نه شهرت ته مې اړتيا ده او هوساينه خو په کې بېخي نشته.))
هغه ويلي، ټول بايد په ارادي او غير ارادي توګه د دې خبيثه حلقو د تبليغاتو ښکار نه شي.
هغه زياته کړې، د والي په حيث د ننګرهار د ټولو ملکي او امنيتي ادارو د ښو او بدو مسووليت خپل مسوولیت ګڼي او هېڅ پړه پر بل چا نه اچوي.
مياخېل وايي چې ټولو ادارو ورسره همکاري کړې، دى په خپله ملوک الطوايف او يا زورواکی نه دى چې خپله مافيا له ځانه راچاپېره کړي او څه يې چې خوښه وي، و يې کړي.
ده زياته کړې، له والي سره کومه معجزه هم نشته چې د څلوېښتو کلونو ناخوالې او فکري منفي طرز تفکر په يو دم جوړ کړي. فرصتونه او ننګونې پېژني، له فرصتونو نه به ګټه اخلي او له ننګونو سره به مبارزه کوي.
د هغه په وينا، د ننګرهار موقعیت ته په کتو چې اوږد سرحد لري، داعش، طالب، لشکر طیبه، جیش محمد، القاعده او داسې نورې ډلې تش په نامه سرحد په دواړو خواوو کې فعالیت لري، هغوی له منځه تللي نه دي، خو ځپل شوي او دوی په هره وسيله هڅه کوي چې دا سيمه د خپلو ستراتيژيکو اهدافو په خاطر نا امنه کړي.
login or register a new account.