Language

عطامحمد نور: موږ چاته د بلخ د امنيه قوماندان د تبديلۍ اجازه نه ورکوو

مزار شريف ( پژواک، ۲۲کب ۹۷): د بلخ پخوانی والي او د جمعيت ګوند اجراييه رييس عطامحمد نور وايي، چې د بلخ امنيه قوماندان د يوه سياسي تفاهم له مخې ټاکل شوی او په وينا يې، چې اوس به يې دوی چاته د تبديلۍ اجازه ور نه کړي.

د بلخ اوسنی والي محمد اسحاق رهګذر او امنيه قوماندان محمد اکرم سامع شاوخوا دوه کاله وړاندې د عطامحمد نور او ولسمشر غني تر منځ د سياسي جنجال په پايله کې د يوه تفاهم له مخې وټاکل شول.

نور همدا راز د سولې روانو خبرو د برياليتوب لپاره د موقت حکومت رامنځته کېدل هم اړين بولي.

د جمعيت ګوند اجرايي رييس عطامحمد نور دغه څرګندونې د کب په ۲۲مه، مزار شريف کې د ځوانانو يوې غونډې ته په وينا کې وکړې.

ياده غونډه د افغانستان د ځوانانو اجتماع له خوا د (نور او ځوانان) په نوم د عطامحمد نور په ملاتړ جوړه شوې وه.

د بلخ پخواني والي عطامحمد نور غونډې ته وويل چې ځوانان نه يواځې د سبا ورځې مشران دي، بلکې لازمه ده، چې د نن ورځې مسووليتونه هم ور وسپارل شي.

هغه وويل، چې د دوی د ټيم په راتلونکي حکومت کې د ځوانانو د پرمختګ لپاره ډېر کار وکړي.

د هغه په خبره، ځوانان د دې ټولنې اصلي مالکان او د نن او سبا رهبران دي.

نور زياتوي، چې ټوله هڅه يې دا ده څو مهم صلاحيتونه او مسووليتونه ځوانانو ته انتقال شي.

د جمعيت ګوند اجراييه رييس همدا راز وايي چې له ځوانانو څخه مقطعي او زماني استفاده منطقي عمل نه دی او په وينا يې چې ځوانان بايد په دې برخه کې هوښيار و اوسي.

نوموړي پر ملي وحدت حکومت نيوکه وکړه، چې ځوانانو ته يې کاري فرصتونه ايجاد نه کړل او په وينا يې چې له همدې امله زرګونه تحصيل کړي ځوانان او د افغانستان پانګې له هېواده بهر ووتلې.

هغه وويل: (( يواځې په ۲۰۱۶ کال کې پنځوس زره ځوانان له هېواده بهر وتلي دي، د دې عاليجنابانو د حکومت په څلورنيم کلنه دوره کې سل زره ځوانان شهيدان شوي د دې تر څنګ زرګونه ملکيان هم شهيدان شوي، فقر او بېکاري اوج ته رسېدلې ده.))

login or register a new account.