منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۴ غ.و
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

عطامحمد نور: موږ چاته د بلخ د امنيه قوماندان د تبديلۍ اجازه نه ورکوو

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۵۸ کتنې

مزار شريف ( پژواک، ۲۲کب ۹۷): د بلخ پخوانی والي او د جمعيت ګوند اجراييه رييس عطامحمد نور وايي، چې د بلخ امنيه قوماندان د يوه سياسي تفاهم له مخې ټاکل شوی او په وينا يې، چې اوس به يې دوی چاته د تبديلۍ اجازه ور نه کړي.

د بلخ اوسنی والي محمد اسحاق رهګذر او امنيه قوماندان محمد اکرم سامع شاوخوا دوه کاله وړاندې د عطامحمد نور او ولسمشر غني تر منځ د سياسي جنجال په پايله کې د يوه تفاهم له مخې وټاکل شول.

نور همدا راز د سولې روانو خبرو د برياليتوب لپاره د موقت حکومت رامنځته کېدل هم اړين بولي.

د جمعيت ګوند اجرايي رييس عطامحمد نور دغه څرګندونې د کب په ۲۲مه، مزار شريف کې د ځوانانو يوې غونډې ته په وينا کې وکړې.

ياده غونډه د افغانستان د ځوانانو اجتماع له خوا د (نور او ځوانان) په نوم د عطامحمد نور په ملاتړ جوړه شوې وه.

د بلخ پخواني والي عطامحمد نور غونډې ته وويل چې ځوانان نه يواځې د سبا ورځې مشران دي، بلکې لازمه ده، چې د نن ورځې مسووليتونه هم ور وسپارل شي.

هغه وويل، چې د دوی د ټيم په راتلونکي حکومت کې د ځوانانو د پرمختګ لپاره ډېر کار وکړي.

د هغه په خبره، ځوانان د دې ټولنې اصلي مالکان او د نن او سبا رهبران دي.

نور زياتوي، چې ټوله هڅه يې دا ده څو مهم صلاحيتونه او مسووليتونه ځوانانو ته انتقال شي.

د جمعيت ګوند اجراييه رييس همدا راز وايي چې له ځوانانو څخه مقطعي او زماني استفاده منطقي عمل نه دی او په وينا يې چې ځوانان بايد په دې برخه کې هوښيار و اوسي.

نوموړي پر ملي وحدت حکومت نيوکه وکړه، چې ځوانانو ته يې کاري فرصتونه ايجاد نه کړل او په وينا يې چې له همدې امله زرګونه تحصيل کړي ځوانان او د افغانستان پانګې له هېواده بهر ووتلې.

هغه وويل: (( يواځې په ۲۰۱۶ کال کې پنځوس زره ځوانان له هېواده بهر وتلي دي، د دې عاليجنابانو د حکومت په څلورنيم کلنه دوره کې سل زره ځوانان شهيدان شوي د دې تر څنګ زرګونه ملکيان هم شهيدان شوي، فقر او بېکاري اوج ته رسېدلې ده.))

نور له ځوانانو غوښتنه وکړه، چې يواځې دوی کولای شي، څو افغانستان له روان بد وضعيت څخه وژغوري.

د جمعيت ګوند اجرايي رييس د کانکور پر سهميه بندۍ هم نيوکه وکړه او زياته يې کړه، چې دا په ښکاره ډول د مستحقو او مستعدو ځوانانو د حقونو تر پښو لاندې کول دي.

نور يو ځل بيا وويل، چې راتلونکو انتخاباتو کې به دوی ګټونکي وي.

نوموړي يو ځل بيا پر حکومت نيوکې وکړې او زياته يې کړه، چې ملي وحدت حکومت قومي او ډله ييزو تعصباتو ته لمن وهي.

هغه زياتوي، چې د حکومت له خوا وروستۍ ګومارنۍ د انتخاباتي کمپاينونو په موخه ترسره کېږي.

د نوموړي په خبره حکومت غواړي، چې بلخ ولايت يو ځل بيا د ستونزو پر مرکز او د بحران پر ميدان بدل کړي.

نور وويل، چې حکومت غواړي خپل نوکران او مزدوران دولتي ادارو ته راولي او د خلکو اصلي استازي له دندو لرې کړي.

د هغه په وينا، نور به په دولتي ادارو کې د کمپايني تغييراتو پر وړاندې ودرېږي.

د جمعيت ګوند اجراييه رييس وايي، چې د بلخ اوسنی امنيه قوماندان د يوه سياسي تفاهم له لارې ټاکل شوی، چې په دې برخه کې فرمان موجود دی او د بهرنيانو په حضور کې دا هر څه شوي دي.

هغه زياته کړه، چې اوس حکومت په خپل سر د بلخ قوماندان تبديل کړی او پر ځای يې بل څوک ټاکلی دی.

نور ګواښ وکړ، چې دا وضعيت دوی ته نور د منلو وړ نه دی او دوی چاته د بلخ امنيه قوماندان د تبديلۍ اجازه نه ورکوي.

نوموړي وويل: (( موږ دوستانه غږ کوو، چې خپله فيصله په خپله مه ماتوئ، لږ ځانونه هوښيار کړئ، موږ د دې ضعيف حکومت چې دوه مياشتې او څو ورځې وخت يې پاتې دى، دا تغييرات او تبديلي نه منو، که بحران کېږي، که جګړه کېږي، که په هر قيمت وي، موږ درېږو او د خپلو خلکو له حقونو دفاع کوو.))

د بلخ پخواني والي د سولې روانې پروسې د برياليتوب لپاره د موقت حکومت جوړېدل اړين وبلل.

هغه دا وړانديز هم وکړ، چې د سولې پروسې د برياليتوب لپاره دې متفکرين او د نظر خاوندان خپل نظريات او حل لارې شريکې کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه