Language

خلک: د پکتیکا په روغتونونو کې دې ښځې ډاکترانې وګومارل شي

ښرنه (پژواک، ٢٣ کب ٩٧): د پکتيکا اوسېدونکي او روغتيايي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې يواځېنۍ ښځې ډاکترې هم دنده پرېيښې ده چې له امله يې ښځې ناروغانې له ستونزو سره مخ دي.

پکتيکا د افغانستان له لرو پرتو او نا امنو ولايتونو څخه دى.

د پکتيکا د يوسف خېلو ولسوالۍ قومي مشر مولوي عبدالمنان په دې اړه د کب په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د نورو ولايتونو په پرتله روغتيايي خدمتونه ټکني دي.

ده وويل: ((دلته په ملکي روغتون کې موږ يواځې يوه ښځه ډاکټره درلوده چې هغې هم خپله دنده څو ورځې مخې پرېښوده او ولاړه.))

نوموړي وړانديز وکړ چې د عامې روغتيا رياست بايد د مرکز ښرنې په ګډون ټولو ولسواليو ته ښځې ډاکترانې واستوي، څو ښځې د ناروغۍ پر مهال له ستونزو سره مخ نه شي.

دغه راز د مرکز ښرنې د چهارده سيمې اوسېدونکي شېرعلي پژواک ته وويل چې نرسانې شته خو ډاکترې کار پرېیښی دی.

هغه زياته کړه: ((دلته کلتوري ستونزې ډېرې دي، کورنۍ نه حاضرېږي چې خپلې ښځې سړي ډاکتر ته بوځي نو ډېرى وخت د ښځو مشکل دومره ډېرېږي چې بيا یې تداوي مشکل وي.))

ده ټينګار وکړ چې حکومت بايد هر څه ژر دغه ستونزه هواره کړي؛ ځکه اوس هم ډېرې ښځې نارغې دي خو نارینه ډاکترانو ته مراجعه نه کوي.

همدارنګه يوې مېرمنې د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د معدې درد ورته پيدا شوى دى.

هغې وويل: ((کورنۍ ما ته اجازه نه راکوي چې نارينه ډاکتر ته لاړه شم، په کور کې درد نه ډېره ځورېږم.))

دې هم له اړوندو ارګانونو غوښتنه وکړه چې هر څه ژر په دغه ولايت کې د ښځو ډاکټرانو د نه شتون ستونزه هواره کړي.

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې د يوې پر ځاى بايد څو ښځينه ډاکترانې د دغه ولايت په روغتيايي مرکزونو کې پر دندو وګومارل شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.