ښرنه (پژواک، ٢٣ کب ٩٧): د پکتيکا اوسېدونکي او روغتيايي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې يواځېنۍ ښځې ډاکترې هم دنده پرېيښې ده چې له امله يې ښځې ناروغانې له ستونزو سره مخ دي.
پکتيکا د افغانستان له لرو پرتو او نا امنو ولايتونو څخه دى.
د پکتيکا د يوسف خېلو ولسوالۍ قومي مشر مولوي عبدالمنان په دې اړه د کب په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د نورو ولايتونو په پرتله روغتيايي خدمتونه ټکني دي.
ده وويل: ((دلته په ملکي روغتون کې موږ يواځې يوه ښځه ډاکټره درلوده چې هغې هم خپله دنده څو ورځې مخې پرېښوده او ولاړه.))
نوموړي وړانديز وکړ چې د عامې روغتيا رياست بايد د مرکز ښرنې په ګډون ټولو ولسواليو ته ښځې ډاکترانې واستوي، څو ښځې د ناروغۍ پر مهال له ستونزو سره مخ نه شي.
دغه راز د مرکز ښرنې د چهارده سيمې اوسېدونکي شېرعلي پژواک ته وويل چې نرسانې شته خو ډاکترې کار پرېیښی دی.
هغه زياته کړه: ((دلته کلتوري ستونزې ډېرې دي، کورنۍ نه حاضرېږي چې خپلې ښځې سړي ډاکتر ته بوځي نو ډېرى وخت د ښځو مشکل دومره ډېرېږي چې بيا یې تداوي مشکل وي.))
ده ټينګار وکړ چې حکومت بايد هر څه ژر دغه ستونزه هواره کړي؛ ځکه اوس هم ډېرې ښځې نارغې دي خو نارینه ډاکترانو ته مراجعه نه کوي.
همدارنګه يوې مېرمنې د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د معدې درد ورته پيدا شوى دى.
هغې وويل: ((کورنۍ ما ته اجازه نه راکوي چې نارينه ډاکتر ته لاړه شم، په کور کې درد نه ډېره ځورېږم.))
دې هم له اړوندو ارګانونو غوښتنه وکړه چې هر څه ژر په دغه ولايت کې د ښځو ډاکټرانو د نه شتون ستونزه هواره کړي.
د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې د يوې پر ځاى بايد څو ښځينه ډاکترانې د دغه ولايت په روغتيايي مرکزونو کې پر دندو وګومارل شي.
هڅه مو وکړه چې له يادې ډاکترې سره هم خبرې وکړو، خو په دې اړه یې له څه ويلو ډډه وکړه.
په دې اړه د ښرنې ملکي روغتون سرطبیب ډاکتر علي خېل شرنوال پژواک ته وويل چې په دغه روغتون کې ډاکټرې د کورنيو ستونزو له امله دنده پرېيښې ده.
هغه وويل: ((خپل خاوند لپاره يې هم په روغتون کې د دندې غوښتنه کوله، موږ داسې بست نه درلود چې د هغې خاوند ته هم دنده ورکړو، نو ځکه هغې هم دنده پرېښوده او بېرته کابل ته ولاړه.))
ده زياته کړه چې د مرکز ښرني په ملکي روغتون کې نارينه ډاکتران شته چې د نارينه و تر څنګ د ښځينه ناروغانو درملنه هم کوي.
دغه راز د پکتيکا د عامې روغتيا رييس عبدالهادي هاشمي هم ياده ستونزه تاييد کړه او ويې وويل چې د دې مسئلې حل د روغتيا په برخه کې يوې همکارې موسسې ته سپارل شوى دى.
د پکتيکا د روغتیا په برخه کې د همکارې موسسې (OHPM) مسوول ډاکتر سلام باورزي پژواک ته وويل چې د يادې ستونزې د حل لپاره يې جدي هلې ځلې پيل کړې دي.
هغه وويل: ((موږ له يوې ښځينه ډاکټرې ازموينه اخيستې ده، که چېرې بريالۍ شوه نو ډېر ژر به پر دندې وګومارل شي.))
د ده په وينا، د مرکز ښرنې د ملکي روغتون تر څنګ به هڅه وشي چې په ولسواليو کې هم ښځې ډاکټرانې پر دندو وګومارل شي.
د يادونې ده، پکتيکا له ګاونډي هېواد پاکستان سره ګډه پوله لري او ډېرى اوسېدونکي يې خپل ناروغان د درملنې په موخه دغه هېواد ته انتقالوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










