کابل (پژواک، ٢٤ کب ٩٧): د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د تابعيت په الکترونيکي تذکرو کې د "سادات" قوم نوم ليکلو فرمان صادر کړ.
سرچينه ليکي چې دغه فرمان د سادات قوم د غوښتنې او په ١٣٩٦ کال کې د سترې محکمې د عالي شورا د قضايي قرار له مخې صادر شوى دى.
د اساسي قانون په څلورمه ماده کې راغلي چې افغانستان کې ملي حاکميت په ملت پورې تعلق لري او د افغانستان ملت له هغو ټولو کسانو جوړ دى چې د دغه هېواد تابعيت لري.
دغه راز په دغه ماده کې راغلي چې د افغانستان ملت، د پښتنو، تاجکو، هزاره وو، ازبيکو، ترکمنو، بلوڅو، پشه يي، نورستانيو، ايماقو، عربو، قرغيزو، قزلباشو، ګوجرو، براهوي او نورو قومونو جوړ دى او د افغانستان هر وکړي ته د افغان کلمه اطلاق کېږي.
تر اوسه په الکترونيکي تذکرو کې په دغه ماده کې د شاملو قومونو نومونه ليکل کېدل، خو د ولسمشر د ياد فرمان له مخې به له دې وروسته د سادات قوم هم په تذکره کې ليکل کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن