Language

عمر داوودزى د سولې د خبرو لپاره تهران ته ورسېد

کابل (پژواک، ٢٥ کب ٩٧): د سولې په تړاو د سيمه ييزې اجماع رامنځته کولو په اړه د ولسمشر استازى او د سولې عالي شورا د دارالانشاء رييس عمر داوودزى په يوه رسمي سفر ايران ته رسېدلى دى.

د سولې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري د کب په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې داوودزي د یوه لوړ پوړى پلاوي په ملتيا ایران سفر کړی.

هغه زياته کړه چې داوودزى به ايران ته د خپل دوه ورځني سفر پر مهال د ايران د بهرنيو چارو له وزير، د ملي امنيت شورا له سلاکار او نورو چارواکو سره پر افغان سولې او نورو موضوعاتو خبرې وکړي.

د طاهري په وينا، عمر داوودزی هڅه کوي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د نېغ په نېغه خبرو اترو کې د ايران او نورو ګاونډيو هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي.

دى وايي، د افغانستان جګړه د هېڅ هېواد په ګټه نه ده؛ ځکه نو بايد هغوى په افغان سوله کې خپله رغنده رول ولوبوي.

د يادونې ده، داوودزي له دې مخکې پاکستان، چين، متحده عربي اماراتو او ځينو نورو هېوادونو ته هم سفرونه کړي دي.

login or register a new account.