کابل (پژواک، ٢٦ کب ٩٧): ځينې سرچينې وايي، امنيتي ځواکونو د ملا عبدالسلام ضعيف کور کلابند کړى و او يو ساتونکى يې ټپي شوى، خو امنيتي چارواکي وايي چې د ضعيف کور نه دى کلابند شوى.
د کابل پوهنتون استاد فيض محمد ځلاند پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو له تېر ماښام څخه تر ننه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د پاکستان د سفير ملا عبدالسلام ضعيف کور د کابل په بګراميو سيمه کې کلابند کړى و.
د ده په وينا، امنيتي ځواکونو غوښتل د ملا ضعيف کور ته ننوځي، خو ساتونکو يې مقاومت کړى او له ساتونکو څخه يو یې ټپي شوى هم دى.
د ده په وينا، وروسته له هغه چې پخواني ولسمشر حامد کرزي په دې موضوع کې مداخله وکړه، امنيتي ځواکونو سيمه پرېښوده.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د حامد کرزي له دفتر سره خبرې وکړو، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.
ځينو رسنيو هم راپور ورکړى چې افغان ځواکونو په کابل کې د عبدالسلام ضعيف کور کلابند کړی دى.
عبدالسلام ضعيف کابل نيوز ته ويلي چې امنيتي سرتېرو يې پر کور چاپه وهلې، د هغه کور يې محاصره کړى او يو ساتونکى يې هم ټپي شوى دى.
د سياسي چارو شنونکي قاضي محمد حسن حقيار نن غرمه شاوخوا ١٢ بجې پژواک ته وويل چې د ملا عبدالسلام ضعيف کور امنيتي ځواکونو کلابند کړى و، خو اوس يې سيمه پرېيښې ده.
د کابل پوليسو د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندان لوی پاسوال سيد محمد روشندل پژواک خبري اژانس ته وويل: "دا يو سوء تفاهم و، په سيمه کې د ملي اردو يوه ګزمه وه، يو شخصي کس چې سلاح ورسره وه، د دوی شک پرې راغی او غوښتل يې چې ويې نيسي؛ خو وروسته يې بيا هويت تثبيت شو چې دغه سړی د ملا صاحب ضعيف باډيګارد (ساتونکى) و."
دی وايي، دغه کس د ملا عبدالسلام ضعيف کور ته نږدې و، خو د ملا ضعيف کور نه دی کلابند شوی.
د هغه په وينا، د ملا ضعيف ساتونکى نه دى ټپي شوى.
روشندل د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې تېره شپه د بګراميو په ولسوالي کې د ملي اردو تر مشرۍ لاندې د طوطي په نوم د ځمکو د یوه "غاصب" پر کور عمليات ترسره شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP