Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لوګر د بره کي برک ولسوالۍ امنیه قوماندان وژل شوی

پل علم (پژواک، ٢٧ کب ٩٧): د لوګر سيمه ييز چارواکي وايي چې د بره کي برک ولسوالۍ امنيه قوماندان د چسپکي ماين په چاودنه کې وژل شوى او دوه نور کسان ټپيان شوي دي.

د بره کي برک ولسوال ويس عبدالرحيمزي د کب په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکي شاوخوا نهه بجې د دې ولسوالۍ د امنيه قوماندان لومړي څارن صابر خان پر موټر د چسپکي ماين چاودنه شوې ده.

ده وويل چې امنيه قوماندان له ولسوالۍ پوستو ته له نږدې لیدو لپاره روان و چې د لارې په اوږدو کې د شيروازې په سيمه کې د چسپکي ماين چاودنه پرې وشوه.

عبدالرحيمزى زياتوي چې په دې پېښه کې يواځې قوماندان وژل شوى او رينجر موټر يې ويجاړ شوى دى.

ده زياته کړه: ((چسپکي ماين يې د قوماندان د چوکې لاندې ځاى پر ځاى کړى و نو ځکه يواځې همدی په کې وژل شوى دى.))

خو د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزى بيا وايي چې په دې پېښه کې قوماندان وژل شوى او دوه نور پوليس ټپيان شوي دي.

احمدزي وويل چې د دې پېښې په اړه پلټنې پيل شوې دي.

دغه راز د بره کي برک ولسوالۍ يوه قومي مشر يوسف خان پژواک ته وويل چې د امنيې قوماندان له وژل کېدو خبر شوى خو د پېښې اړه ډېر معلومات نه لري.

بل لور ته د دې پېښې مسووليت طالبانو منلى دى.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د بره کي برک امنيه قوماندان صابرخان او ملګري د دوى له لوري د ماين په تاکتيکي چاودنه کې وژل شوي دي.

د يادونې ده، لومړى څارن صابرخان درې مياشتې وړاندې د بره کي برک ولسوالۍ د امنيه قوماندان په توګه ټاکل شوى و.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.