پل علم (پژواک، ٧ وری ٩٨): د لوګر امنيتي مسوولين وايي، د طالبانو هغه سرګروپ يې نيولی چې د لسو پوليسو په وژلو کې لاس لري.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د وري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليسو تېره شپه په مرکز پل علم کې عمليات کړي چې په ترڅ کې یې د قاري فريد په نوم د طالبانو يو سرګروپ نيول شوى دى.
احمدزي زياته کړه: ((نوموړى د مرکز اړوند د دوشنبې سيمې اوسېدونکى دى، زموږ لس تنه ملي پوليس يې تر اوسه ترور کړي وو چې خوشبختانه له يو ميل تومانچې او دوو شاجورونو سره لاس په لاس ونيول شو.))
نوموړى وايي چې قاري فريد دا مهال په امنيې قوماندانۍ کې تر څېړنو لاندې دى.
دغه راز د کورنيو چارو وزارت هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره د قاري فريد نيول تاييد کړي دي.
اعلاميه کې راغلي چې قاري فريد د پوليسو د وژلو تر څنګ په نورو پېښو کې هم لاس لري.
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP