ګردېز(پژواک، ٨ ورى ٩٨):د پکتيا د ولايتي شورا ځينې غړي، ګڼ قومي مشران، ښځو او ځوانانو د پکتيا ژغورنې شورا په پرانېست غونډه کې وويل چې دولت بايد په اقتصادي پرمختګ، پراختيا، بيارغونې، په دولت کې د ګډون او نورو برخو کې دغه ولايت ته هم پاملرنه وکړي.
دوی وويل چې اوسني دولت هم د تېر هغه په څېر پکتيا ته له ژمنو پرته هېڅ کار نه دی کړی او په تېرو شاوخوا پنځو کلونو کې په دغه ولايت کې هېڅ لويه پروژه نه ده پلې شوې.
د دوی له ډلې تاج محمد ګردېزي نيوکه کوي چې دولت ،پکتيا په بشپړ ډول له پامه غورځولې او د دې ولايت ستونزو، غوښتنو او اړتياوو ته هېڅ پام نه لري.
ګردېزي وويل:((زموږ اصلي هدف دا دی چې په افغانستان کې داسې يو حکومت ولرو چې د پکتيا د خلکو ستونزو ته رسيدګي وکړي. زموږ جدي تقاضا دا ده چې پکتيا ته بايد پام وشي او شوې ژمنې عملي شي.))
دغه راز د پکتيا ولايتي شورا غړی محمدرحمن قادري وايي چې د دولت په مهمو بستونو، خپلواکو کمېسيونونو او پرېکړو کې د پکتيا ونډه خورا پيکه ده او د پکتيا حقونه په پلازمېنه کې مېشت څو تنه خوري.
قادري وويل:((که د سولې خبرې دي، که د بازسازي خبرې دي، که د دولت د وېش او تقسيماتو خبره ده، دا پکتياوال دې په جريان کې واچوي، نور بايد هغو خلکو ته واک ور نه کړل شي او اصلي پکتياوال او د پکتيا غم خور او معامله ګر دې وپېژني او سره بېل دې يې کړي.))
همدارنګه د پکتيا اوسېدونکي حاجي ايوب توتاخېل وويل چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واک پر مهال پکتيا ته هېڅ د يادونې وړ کار نه و شوی او له دې امله خلکو د ولسمشرۍ په وروستيو ټاکنو کې پراخ ګډون وکړ، چې دولت دغه ولايت او خلکو ته په بېلابېلو برخو کې کار وکړي، خو په خبره يې په تېرو کابو پنځو کلونو کې هېڅ د يادونې لوی کار نه دی شوی.
توتاخېل پژواک ته وويل: ((دا ښکاره واقعيت دی چې په تېرو اوولسو کلونو کې پکتياوالو په ډېره مېړانه حکومتونه جوړ کړل، د حکومتونو په تغيير کې يې مهم رول ولوباوه، په انتخاباتو کې عمده رول د پکتياوالو و، خو متاسفانه د اقتصادي پروژو، د کادرونو او له هرې نګاه نه يې موږ هېر کړو.))
د غونډې ګډونوالو د سولې پروسې په ابهام هم نيوکه وکړه او ويې ويل چې حکومت بايد په دې خبرو کې فعال ګډون ولري.
له ګډونوالو محمدصديق احمدخېل اوسنی ګونګ حالت او د حکومت پيکه مخته تګ هم د سولې شورا ناسم مديريت او د کافي تجربې نه شتوالی بولي او وايي چې په دې خبرو کې بايد د پکتيا مشرانو ته رول ورکړل شي.
احمدخېل وايي: ((په انتخاباتو کې د پکتياوالو نه شتون په دې معنا دی چې دا خلک سوله نه کوي، په جرګه کې د پکتياوالو نه شتون په دې معنا دی چې دا خلک جرګه نه کوي، کنه سوله او جرګه د پکتياوالو د لاس ده، داسې خلک په کې دي چې هغوی د جرګې په مفهوم هم نه پوهيږي.))
ياده دې وې چې تر دې وړاندې هم پکتيا ته په اقتصادي، سوداګريزه او نورو برخو کې د دولت پر نه پاملرنه کلکې نيوکې شوې او ګردېز ته راغلو بېلابېلو لوړ پوړو چارواکو منلې چې دغه ولايت ته پام نه دی شوی او د کار کولو ژمنې يې کړې، خو تر اوسه يې د عملي کېدو کوم څرک نه تر سترګو کيږي.
login or register a new account.