پل علم (پژواک، ١١ ورى ٩٨): امنيتي چارواکي وايي چې د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې د هوايي ډګر د جوړېدو په موخه امنيتي کمربند جوړوي.
د محمد اغې ولسوالۍ د دولت دښتې په پنځه زره جريبه ځمکه کې د يوه هوايي ډګر د جوړېدو پلان نيول شوى، خو دا مهال په دې سيمه کې د وسله والو طالبانو فعاليتونه تر بل هر وخت ډېر دي.
په دې اړه د ٢٠٣ تندر قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال عبدالرازق صافي د وري په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز له حکم سره سم غواړي چې د محمد اغې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د امنيت د ټينګښت په موخه سرتېري ځاى پر ځاى کړي.
هغه وايي: ((په پلان کې ده چې په دولت دښته کې هوايي ډګر جوړ شي نو د دې لپاره به موږ اووم کنډک ځاى پرځاى کړو ترڅو د هوايي ډګر د سروى او ډيزايين چارې پيل شي.))
نوموړي زياتوي چې دا مهال يې هم په محمد اغې ولسوالۍ د خالد په نوم عمليات پيل کړي چې په ترڅ کې يې ډيرې سيمې له طالبانو څخه بېرته نيولي دي.
دغه راز په دې اړه د لوګر ولايتي شورا غړي حسيب الله ستانکزي پژواک ته وويل چې په نږدې راتلونکي کې به د محمد اغې ولسوالۍ د هوايي ډګر سروې او ډيزاين پيل شي.
ده زياته کړه: ((نن موږ له امنيتي مسوولينو سره دولت دښتې ته ورغلي وو، ځيني ځايونه مو په نښه کړل چې پوستې په کې جوړې شي، څو د هوايي ډګر د جوړېدو لپاره بيا امنيت ټينګ کړي.))
د ستانکزي په وينا، دغه به ډېر مهم هوايي ډګر وي چې د لوګر ټول اوسېدونکي يې پر جوړېدو خوښ دي او د امنيت د ټينګښت په برخه کې يې پوره همکاري کوي.
د يادونې ده، څو مياشتې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني حکم وکړ چې د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې بايد يو لوى هوايي ډګر جوړ شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP