Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پولیسو په لوګر کې ۲۴۶ کیلوګرام چرس ونيول

پل علم (پژواک ۱۳ وری ۹۸): د لوګر امنيتي مسوولین وايي چې پولیسو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۲۴۶ کیلو ګرامه چرس نیولي دي.

د لوګر سرپرست امنیه قومندان سمونوال رحم خدا مخلص نن (سه شنبه) وویل چې دغه اندازه چرس د مرکز پل علم اړوند په التمور سیمه کې نیول شوي دي.

ده زياته کړه، قاچاقبرانو غوښتل دغه مخدره مواد د لوګر د څو ستراتیژیکو سیمو او ولسوالیو له لارې نورو سیمو ته ولېږدوي.

د هغه په وينا، په دې تړوا تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.

مخکې هم د لوګر ولایت د مرکز پُل علم اړوند په چوڼۍ کلا سیمه کې امنیتي ځواکونو ۱۲۰۰ کیلوګرامه چرس، چې په اوښانو باندې بار وو، کشف او نيولي وو.

د ولایتی شورا مرستیال عبدالولی وکیل وایي، که حکومت د نشه یي توکو د کښت او قاچاق مخه ونیسي، په هېواد کې به په نشه یي توکو د روږدو کسانو کچه کمه او هم به یې د بدبختیو مخه ونیول شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.