جلال اباد (پژواک، ۱۴ وری ۹۸): د ننګرهار د امنيتي ځواکونو له لوري د انسان تښتونکو له منګولو ازاد شوي دوه ماشومان خپلو کورنيو ته وسپارل شول.
دا ماشومان د ننګرهار بهسودو او بټي کوټ ولسوالیو کې تښتول شوي وو چې په ډله کې يې د احمد قریشي په نوم د کرکټ يو تنکی ځوان لوبغاړى هم دی.
چارواکي وايي، د یادو دواړو قضیو په تړوا درې تورن کسان نیول شوي .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د ولايت مقام د رسنيو په دفتر کې د يو خبري کنفرانس پر مهال خوښي وښوده، چې احمد قریشي او ریحان الله دواړه د تښتوونکو له منګولو ازاد او له خپلو کورنیو سره یو ځای شول.
خو والي خواشیني څرګنده کړه چې انسان تښتوونکو د نورو ترڅنګ په ګلالیو ماشومانو هم رحم ونه کړ.
نوموړي زیاته کړه،د احمد قریشي د تښتوونې قضیې له رامنځته کېدو سره سم یې په ولایتي او مرکزي کچه له مسوولینو سره موضوع تعقیب کړه، چې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستيال جنرال خوشحال سادات یې د خلاصون په موخه د ټولو عملیاتو رهبري ترسره کړه او دوه ځله یې په ترسره شوو عملیاتو کې خپله ګډون هم وکړ.
هغه وایي، د بهسودو دامان سیمه کې وړمه شپه د پولیسو ځانګړو ځواکونو په شخصي لباسونو کې عملیات پيل کړل، چې تښتوونکي د احمد قریشي په لېږدولو بریالي نه شول او په یاده سیمه کې امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغی او پرون یې رسماٌ خپلې کورنۍ ته وسپاره.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل، د احمد قریشي د تښتوونې په قضیه کې په پلازمېنه کابل کې یو تن نیول شوی او هڅې رواني دي، چې د تښتوونکو یوه لویه شبکه هم ونیول شي او په دې برخه کې د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین په جدي ډول کار کوي .
د نوموړي په وينا، د ریحان الله په نوم یو بل ماشوم چې څلور میاشتې وړاندې د داعشیانو له لوري تښتول شوی و، وروسته له هغه چې د ملي امنیت منسوبینو له لوري یې دوه غړي ونیول شول، د فشارونو له امله یې نن د بټي کوټ په مربوطاتو کې په خوندي ډول ازاد او د ولسوالۍ د مسوولینو په هلو ځلو یې خپلې کورنۍ ته سپاري .
والي له عدلي او قضایي ارګانونو څخه په ټینګار سره وغوښتل چې د تښتوونې، قتل او نورو قضیو کې ښکیلو کسانو ته تر ټولو سخته سزا ورکړي.
مياخېل دغه راز په چپرهار ولسوالۍ کې د ولس په همکارۍ د تښتوونکو له منګولو د یو تن سوداګر علي خان له خوشي کېدو څخه هم خبر ورکړ او له خلکو یې وغوښتل چې په ورته قضیو کې د ولایت مقام او امنیتي ارګانونو رهبریو سره د معلوماتو په شریکولو کې همکاري وکړي .
د تښتوونکو له منګولو ازاد شوي احمد قریشي وویل، چې د کرکټ له تمرین وروسته کور ته ستنېد، چې د بهسودو په مربوطاتو کې د تښتوونکو له لوري وتښتول شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن