ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تګاب کې يو تن وژل شوى او څلور ژوبل دي

6 Apr 2019 - 20:47
6 Apr 2019 - 20:47

محمودراقي (پژواک ١٧ ورى ٩٨): د کاپیسا امنیتي چارواکي وايي چې د دې ولايت د تګاب په جنوبي برخو کې په دوه جلا پېښو کې یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

د کاپیسا د امنیه قومندانۍ ویاند سروش کوهستاني د وري په ۱۷ پژواک خبري اژانس ته وویل، د تګاب په ځینو برخو کې وسله وال مخالفین کله کله په امنیتي پوستو ډزې کوي چې نن د دوی د ډزو په پایله کې درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي، چې اوسمهال د پنجشیر امر جنسي روغتون ته استول شوي دي.

ده زياته کړه، همدا ډول د تګاب د خواجه بلند د غره په ډډه کې پر دوه ماشومانو ماین چاودلى چې یو تن په کې وژل شوی او بل ټپي دی.

د تګاب امنیه قومندان محمد نعیم ساپي وايي، په ماشومانو چې د غره لمن کې کوم ماین چاودلى، تر اوسه معلومه نه ده چې دا پخوانۍ مرمۍ یا ماین و او که اوسمهال دوی ته چا ورکړی و او پرې چاودلى دى.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، دا ماشومان کوچیان وو چې د غره په لمن کې یې رمې څرولې.

د یادونې وړ ده چې د تګاب په ځينو غرنیو لمنو کې د پخوانیو کورنیو جګړو پر مهال هم ماینونه ځای پر ځای شوي دي چې ډېری مهال ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version