کندهار (پژواک، ۱۸ وری ۹۸): د کندهار د استیناف محکمې رییس وايي، تېر کال ورته ټولې ۲۷۸۵ بېلابېلې دوسیې راغلي چې نږدې ټولو ته يې رسېدنه شوې او حل او فصل شوې دي.
د استیناف محکمې رییس قضاوتیار ذبیح الله ابراهیمي دغه څرګندونې د محاکمو د خدماتو او اجراآتو د ارزونې او څېړنې په کلنۍ غونډه کې وکړې.
هغه وویل، په ۱۳۹۷ لمریز کال کې ورته ټولټال ۲۳۴۶ دوسیې راغلي او ۴۳۹ دوسیې له ۱۳۹۶ کال څخه ورته پاتې وې چې ټولې ۲۷۸۵ دوسیې کېږي.
هغه زیاته کړه، یادو شوو نږدې ټولو دوسیو ته رسېدنه شوې او د همدې کال تر پایه څېړل شوي او فیصله شوې دي.
خو ده یادونه وکړه چې له دې ډلې یواځې ۷۸ دوسیې پاتې دي چې په اړه یې پرېکړه نه ده شوې.
ابراهيمي وايي، ډېرې دغه دوسیې یا د کال په پای کې ورته راغلي او یا حقوقي دي چې مدعي او مدعی علیه یې پر وخت نه دي حاضر شوي او له څېړنې او پرېکړې پاتې شوې دي.
ده یادونه وکړه چې د دغو ټولو دوسیو له ډلې په دې کال کې ۲۷۳ دوسیې له ۱۴ ولسوالیو څخه دي.
کندهار چې ۱۷ ولسوالۍ لري، په درېیو ولسوالیو میانشین، غورک او ښوراوک کې یې قضايي او عدلي خدمات نه شته.
خو نوموړی د کندهار له همدغو ۱۴ ولسوالیو څخه راغلې دوسیې هم کمې ګڼي او وايي، دغه څه له دوو حالتونو خالي نه دي.
د ده په خبره، یا دا ده چې د دغو ولسوالیو اوسېدونکي ښه خلک دي او تر منځ یې حقوقي او نورې ستونزې نه راځي او که راځي هم، نو د سیمې د مخورو په منځګړتوب حل کېږي او یا دا ده چې وسله وال مخالفین د خلکو مخنیوی کوي چې محاکمو ته مراجعه ونه کړي.
خو ده یادونه وکړه چې په ټولیزه توګه ناامني او نورې ستونزې لامل شوي چې د ولسوالۍ خلک په کمه اندازه محاکمو ته مراجعه وکړي.
د استیناف محکمې رییس د قضایاوو د حل او خدماتو په برخه کې د اصلاحاتو راوستو خبر ورکړ او ویې ویل چې د پخوا په پرتله یې ډېر اصلاحات راوستي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP