منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۷ غ.م
۸°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۴°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار درې ولسواليو کې عدلي او قضايي ادارې نشته

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۵۱ کتنې

کندهار (پژواک، ۱۸ وری ۹۸): د کندهار د استیناف محکمې رییس وايي، تېر کال ورته ټولې ۲۷۸۵ بېلابېلې دوسیې راغلي چې نږدې ټولو ته يې رسېدنه شوې او حل او فصل شوې دي.

د استیناف محکمې رییس قضاوتیار ذبیح الله ابراهیمي دغه څرګندونې د محاکمو د خدماتو او اجراآتو د ارزونې او څېړنې په کلنۍ غونډه کې وکړې.

هغه وویل، په ۱۳۹۷ لمریز کال کې ورته ټولټال ۲۳۴۶ دوسیې راغلي او ۴۳۹ دوسیې له ۱۳۹۶ کال څخه ورته پاتې وې چې ټولې ۲۷۸۵ دوسیې کېږي.

هغه زیاته کړه، یادو شوو نږدې ټولو دوسیو ته رسېدنه شوې او د همدې کال تر پایه څېړل شوي او فیصله شوې دي.

خو ده یادونه وکړه چې له دې ډلې یواځې ۷۸ دوسیې پاتې دي چې په اړه یې پرېکړه نه ده شوې.

ابراهيمي وايي، ډېرې دغه دوسیې یا د کال په پای کې ورته راغلي او یا حقوقي دي چې مدعي او مدعی علیه یې پر وخت نه دي حاضر شوي او له څېړنې او پرېکړې پاتې شوې دي.

ده یادونه وکړه چې د دغو ټولو دوسیو له ډلې په دې کال کې ۲۷۳ دوسیې له ۱۴ ولسوالیو څخه دي.

کندهار چې ۱۷ ولسوالۍ لري، په درېیو ولسوالیو میانشین، غورک او ښوراوک کې یې قضايي او عدلي خدمات نه شته.

خو نوموړی د کندهار له همدغو ۱۴ ولسوالیو څخه راغلې دوسیې هم کمې ګڼي او وايي، دغه څه له دوو حالتونو خالي نه دي.

د ده په خبره، یا دا ده چې د دغو ولسوالیو اوسېدونکي ښه خلک دي او تر منځ یې حقوقي او نورې ستونزې نه راځي او که راځي هم، نو د سیمې د مخورو په منځګړتوب حل کېږي او یا دا ده چې وسله وال مخالفین د خلکو مخنیوی کوي چې محاکمو ته مراجعه ونه کړي.

خو ده یادونه وکړه چې په ټولیزه توګه ناامني او نورې ستونزې لامل شوي چې د ولسوالۍ خلک په کمه اندازه محاکمو ته مراجعه وکړي.

د استیناف محکمې رییس د قضایاوو د حل او خدماتو په برخه کې د اصلاحاتو راوستو خبر ورکړ او ویې ویل چې د پخوا په پرتله یې ډېر اصلاحات راوستي دي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې د فساد د مخنیوي په برخه کې یې ځانګړې شمېرې اعلان کړي چې که څوک رشوت اخلي، فساد کوي او یا کمېشن کاري کوي، د مخنیوي لپاره یې باید خلک له دوی سره په اړیکه کې شي.

ده وویل، د خلکو د قضاياوو د حل په برخه کې يې ډېر جدي کار کړی او اوس د پخوا په پرتله د ولس او محاکمو ترمنځ فاصله کمه شوې ده.

د ده په خبره، هڅه کوي له فساد سره مبارزه غښتلې او ګړندۍ شي او دغه راز د ځمکو غاصبين د قانون منګولو ته وسپارل شي.

نوموړي زياته کړه، د هېواد په ټولو قوانينو کې اصلاحات راغلي او د مجرمينو لپاره په کې له جرم سره سمه لازمه سزا ښودل شوې ده .

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د کندهار والي حیات الله حیات د عدلي او قضايي ارګانونو د همغږۍ په غونډه کې ویلي و چې د فساد، د ځمکو د غصب او زورواکۍ له امله ولسونه له دولت څخه ناخوښه دي .

ده یادونه کړې وه، سره له دې چې په څارنواليو او محاکمو کې د پام وړ اصلاحات راغلي، خو بسنه نه کوي او دې برخه کې دې لا نورې هڅې وشي څو په ټولنه کې د جرمونو کچه کمه شي.

والي په دغې غونډه کې له قاضيانو او څارنوالانو غوښتنه کړې وه چې په ضمانت د مجرمينو په خوشې کولو کې له احتياطه کار واخلي څو د نورو مجرمينو لپاره د عبرت سبب شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست