Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په لوګر کې د هوايي بريد له امله  څلور ملکي وګړي وژل شوي

پل علم (پژواک، ١٨ ورى ٩٨) د لوګر سيمه ييز چارواکي وايي چي په هوايي بريد کې د درېيو قومي مشرانو په ګډون څلورتنه عام وګړي وژل شوي دي.

د لوګر د ولايتي شورا منشي عدالت عبدالرحيمزي د وري په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې هوايي ځواکونو د مرکز اړوند په پادخواب شانه سيمه کي د ملکي وګړو پر يوه کور بريد کړى او له امله وژل شوي کسان ټول عام خلک دي .

هغه وايي: (( په دې بمبار کې د افغان اکا، امين ، مير محمد په نومونو قومي مشران او يوبل کليوال وژل شوي دي.))

ددغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د پېښې د پخلي ترڅنګ پژواک اژانس ته وويل، چې بريد د بهرنو ځواکونو له لوري شوى دى .
د نوموړي په وينا، بريد تېر ماښام د پادخواب شانه په سيمه کې شوى چې له امله يې کليوال شوي دي.

د پاخواب شانې سيمې يو تن اوسېدونکي رفيع الله پژواک ته وويل ، له هوا څخه پر يوه کور بمبار کې څلور کليوال وژل شوي دي .

پادخواب شانه سيمه د ولايت د مرکز په دوه کيلو مترۍ کې موقعيت لري.

خو د ملي دفاع وزارت وايي چې وژل شوي کسان وسله وال طالبان دي او دوه يې د ملا منير او ملا احمد خادم په نومونو قوماندانان وو، چې له حقاني ډلې سره يې تړاو درلود.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو درېيو مياشتو کې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د ځمکنيو او هوايي بريدونو پر مهال د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې ده.

ولسمشر اشرف غني او دامنيت شورا څه موده مخکې د ملکي وګړو د وژنې د مخنيوي په اړه ناستې کړې، خو تر اوسه په پېښو کې کموالى نه دى راغلى .

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.