خوست ښار (پژواک، ۲۱ وری ۹۸): د خوست قومي مشرانو او دولتي چارواکو د لنډمهالې ادارې جوړېدو له طرحې سره مخالفت څرګند کړی او دا يې د افغانانو پر زيان ياده کړې ده.
هغوی چې نن (د وري ۲۱ مه) په دغه ولايت کې د افغانستان د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت له خوا جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وويل، هره اداره چې دلته رامنځته کېږي، بايد د ډيموکراسۍ پر اصولو ولاړه وي.
د دوی په وينا، له هغې پرته دوی ته هېڅ ډول حکومتي نظام د منلو وړ نه دی او څوک يې چې د جوړېدو طرحې وړاندې کوي، د هغوی پر ضد به ودرېږي.
د افغانستان د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلو چارو د همغږۍ مرستيال محمد يعقوب احمدزي دې غونډې ته وويل، سره له دې چې د ملي يووالي حکومت ستونزې لري، خو موقته اداره يې هم درد نه شي دوا کولی.
دی وايي: ((د ډيموکراسۍ يو اصل ټاکنې دي، دولت دې ته ژمن دی او ولس هم دا غواړي، په دې موقتو او سرپرستو ادارو ستونزې نه حلېږي البته نورې زېږوي، همدا ډول نړيوالې ټولنې او ولسمشر ټينګار هم دا دی چې موږ په نورو ادارو باندې قانع نه يو او هره اداره چې راځي د ولس په رايو بايد وي.))
قومي مشر رسول محمد تڼي وويل چې د موقتې ادارې د رامنځته کېدو خبرې او طرحې د نظام په دننه کې يو شمېر هغه سياسون کوي چې په يو باثبات نظام کې خپلې شخصي ګټې په خطر کې ويني.
نوموړي زياته کړه، هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د شخصي ګټو لپاره موجوده نظام په يو او بل نوم وننګوي.
دی زياتوي: ((نظام عام ولس نه، بلکې دننه په حکومت کې هغه سياسي لوبغاړي ننګوي چې کله يې ګټې په خطر کې شي، بيا نظام ړنګوي او ولسمشر تخريبوي، خو کله چې په موقف کې وي بيا هر څه سم وي.))
په همدې حال کې د خوست والي محمد حليم فدايي هم د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت په نوښت دغې جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې د موقت حکومت له طرحې سره مخالفت څرګند کړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن