Language

د پکتيا ديني عالمانو د اوربند غوښتنه وکړه

ګردېز (پژواک، ٢١ ورى ٩٨): د پکتيا ولايت ګڼو ديني عالمانو له دولت او وسله والو طالبانو وغوښتل چې د سولې د روانو خبرو په جريان کې اوربند وکړي.

دوی پر بين الافغاني خبرو ټينګار وکړ او ويې ويل چې دې چارې ته د رسېدو لاره له جګړې پرته خبرې دي.

د پکتيا د عالمانو شورا مشر قاري خواجه الدين حقبيان وويل، ځينې ډلې او هېوادونه هڅه کوي چې د افغان سولې له پروسې په خپله ګټه کار واخلي، خو په خبره يې افغانان بايد ځير و اوسي او د دغه کار مخه ونيسي.

هغه زياته کړه، امنيتي ځواکونه ملي ارګانونه دي او په ټول هېواد او ملت پورې اړوند دي، نه د کومې ځانګړې ډلې او قوم او د شخصي تربګنيو او غچ اخيستلو لپاره دې نه کارول کېږي.

دی وايي: ((طالبه! ته د دې افغانستان يو بچی يې، مسلمان يې، له خپل ولس سره علمي، شرعي او اصولي چلند وکړه. طالبه! ته زما ورور او بازو يې، زما لېچه وزر يې، خو زما لوی ارمان سوله ده.))

مولوي احمدشاه وايي چې سوله په بهرنيو هېوادونو او له بهرنيانو سره د خبرو له لارې دايمي سوله نه شي راتلی او بايد په هېواد کې دننه د افغانانو ترمنځ مذاکرات وشي.

نوموړي وويل: ((هېڅ ځای به پيدا نه کړئ چې کفار دې د مسلمانانو ترمنځ سوله وکړي او دا سوله به نتيجه ورکړي او کاميابه به شي، نه به يې په قران کې پيدا کړئ، نه د رسول الله په احاديثو کې، نه زموږ په تاريخ کې او نه په فقه کې.))

په غونډه کې قومي مشران هم برخه اخيستې او د سولې د خبرو لپاره يې په ټول هېواد کې د داسې ځمکنيو او هوايي بريدونو مخنيوی لازمي وباله چې ملکي خلکو ته په کې زيان اوړي.

د دوی له ډلې حاجي ظاهر اورياخېل وويل چې جګړه هېواد لا ويجاړوي، ګټه يې نورو ته رسېږي او کومه پايله نه لري.

ديني عالمانو د غونډې په اعلاميه کې وايي، که دولت او وسله وال طالبان ورڅخه د سولې په خبرو کې د منځګړيتوب غوښتنه وکړي، دوی دې منځګړيتوب ته حاضر دي.

دوی د سولې په مذاکراتي ټيم کې ديني عالمانو ته د ونډې ورکولو غوښتنه کوي او د هېواد له ټولو ديني عالمانو غواړي چې د افغان وژنې د درولو لپاره خپل مسووليت ترسره کړي.

د اعلاميې په يوه برخه کې ويل شوي: ((د پکتيا علما د افغانستان اسلامي جمهوريت له مشرتابه څخه غوښتنه کوي چې نور د ايتلافي ځواکونو له بې رحمانه بمباريو مخنيوی وکړي او همدارنګه د وسله والو طالبانو له مشرتابه هم په کلکه غوښتنه کوي چې د سولې خبرو په جريان کې دې خپل بريدونه ودروي او له دواړو خواوو غواړي چې د سولې خبرو تر پايه دې اوربند وکړي.))

login or register a new account.