ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپیسا کې درې کسان په دوو جلا پېښو کې وژل شوي

12 Apr 2019 - 13:57
12 Apr 2019 - 13:57

کاپيسا (پژواک، ۲۳ وری ۹۸): د کاپيسا امنيتي چارواکي وايي چې دغه ولایت په اول کوهستان او په نجراب ولسوالیو کې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کاپيسا د امنيې قومندانۍ وياند سروش کوهستاني د وري په ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د اول کوهستان په کالوته سيمه کې د يوه ښوونځي ملازم د غلو له خوا پر ډزو وژل شوی دی.

هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې خپله یو غل هم وژل شوی دی.

نوموړی وايي چې پولیسو د دې پېښې په تړاو څېړنې پیل کړې دي.

کوهستانی دغه راز وايي چې په ورته وخت د نجراب ولسوالۍ په افغانيه سيمه کې هم یو ملکي وګړی د وسله والو له خوا وژل شوی دی.

د هغه په خبره چې وسله وال مخالفين د تګاب او اله سای له ځينو سيمو نجراب ته داخلېږي او پر امنيتي پوستو ډزې کوي.

بلخوا د کاپيسا د مرکز او يو شمېر سيمو اوسېدونکي وايي چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د جنايي پېښو ګراف لوړ شوی دی.

خو امنيتي چارواکي بيا وايي چې د جنايي پېښو په اړه يې په لويو لارو او سيمو کې امنيتي ګزمې او کمربندونه ډېر کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version