مزارشريف (پژواک، ۲۵حمل، ۹۸): د بلخ ولايت د مزارشريف د هوايي ډګر د استخباراتو مدير د طالبانو په بريد کې وژل شوی دی.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل د وري په ۲۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مزارشريف هوايي ډګر د استخباراتو مدير احمد خالد پرون ناوخته د وسله والو طالبانو په بريد کې وژل شوی دی.
عادل زياته کړه چې احمد خالد له خپلې کورنۍ سره يو ځای له مزارشریف څخه د کابل پر لاره و چې د سمنګان- بغلان پر لويه لار په چشمه شېر سيمه کې د طالبانو له کمين سره مخ شو.
د نوموړي په وينا، لومړی طالبانو موټر ته د درېدو اشاره کړې وه، خو احمد خالد موټر نه دی درولی چې د شا له لوري یې پرې ډزې کړې او د سر په برخه کې لګېدلی او وژل شوی دی.
د امنيې قوماندانۍ وياند وايي چې په ياد برید کې د احمد خالد د کورنۍ نورو غړو ته زیان نه دی اوښتی.
په دې وروستیو کې د جګړو او وسله والو فعالیتونو له امله د شمال- کابل لویه لار د بغلان ولایت په مربوطاتو کې نا امنه شوې چې له امله یې مسافرین له جدي اندېښنو سره مخ دي.
طالبانو هم ويلي چې د بغلان د چشمه شېر په سيمه کې يې پر يو دولتي موټر ډزې کړې او په کې سپاره کسان يې وژلي دي.
login or register a new account.