Language

په کندهار کې د ملي اردو له روزنیز مرکزه ۱۰۰۰ سرتېري فارغ شول

کندهار (پژواک، ۲۵ وری ۹۸): په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو له روزنیز مرکزه ۱۰۰۰ سرتېري فارغ شول.

په دې اړه د کندهار هوايي ډګر ته څېرمه د قول اردو په قوماندانۍ کې مراسم جوړ شوي وو چې سرتېرو، ملکي او نظامي چارواکو په کې ګډون کړی و.

د ۲۰۵ اتل قول اردو د روزنیز مرکز مشر ډګروال فیض الدین کاکړ پژواک خبري اژانس ته وویل، فارغ شوو سرتېرو ته د ۱۲ اوونیو په موده کې بېلابېلې مسلکي نظامي زده کړې ورکړل شوې دي.

هغه زیاته کړه، دغو سرتېرو له مسلکي ښوونکو د انداخت، انجنیرۍ، مشرۍ او اړوندو نورو برخو کې زده کړې ترلاسه کړې او د دې جوګه دي چې دندو ته ولېږل شي.

د ده په خبره، دغه سرتېري به د سوېلي زون په بېلابېلو لواګانو کې ځای پر ځای او پر دندو وګومارل شي.

نوموړي دا د یاد روزنیز مرکز ۲۷ روزنیز پړاو یاد کړ چې په ترڅ کې یې په زرګونو سرتېري روزل شوي او ترې فارغ شوي دي.

هغه د دې تر څنګ یادونه وکړه چې سرتېرو ته په بېلابېلو برخو کې د روزنې نور مسلکي کورسونه هم لري چې د هغوی د وړتیاوو لوړولو په برخه کې یې ښه رول لرلی دی.

د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان ډګر جنرال امام نظر بهبود فارغو سرتېرو ته په خپله وینا کې وویل، تاسې داسې مهال له زده کړو فارغېږئ او خپله دنده پیلوئ چې د ولسمشر په وړاندیز د سولې خبرې روانې دي او هیله مندي دا ده چې مثبتې پایلې به ولري.

هغه زیاته کړه، د وطن او خلکو ساتنه فرض ده او دغه دنده به په رښتینولۍ مخ ته وړي.

نوموړي له فارغ شوو سرتېرو وغوښتل چې له فساد، خیانت او غلفت ډډه وکړي او یوازې خپل پام د خلکو او هېواد ساتنې ته واړوي.

ده وویل: ((کومې وسلې او وسایط چې تاسې ته درکول کېږي، د کوم شخص په نوم نه درکول کېږي، بلکې د افغانستان په نوم درکول کېږي، په کار ده پر ځای یې وکاروئ او په سمه توګه یې وکاروئ.))

د ده په وینا، وسله د ناموس په څېر ده او سرتېري هېڅکله خپله وسله بل چا ته نه سپاري.

login or register a new account.

Related Topics