کندهار (پژواک، ۲۵ وری ۹۸): په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو له روزنیز مرکزه ۱۰۰۰ سرتېري فارغ شول.
په دې اړه د کندهار هوايي ډګر ته څېرمه د قول اردو په قوماندانۍ کې مراسم جوړ شوي وو چې سرتېرو، ملکي او نظامي چارواکو په کې ګډون کړی و.
د ۲۰۵ اتل قول اردو د روزنیز مرکز مشر ډګروال فیض الدین کاکړ پژواک خبري اژانس ته وویل، فارغ شوو سرتېرو ته د ۱۲ اوونیو په موده کې بېلابېلې مسلکي نظامي زده کړې ورکړل شوې دي.
هغه زیاته کړه، دغو سرتېرو له مسلکي ښوونکو د انداخت، انجنیرۍ، مشرۍ او اړوندو نورو برخو کې زده کړې ترلاسه کړې او د دې جوګه دي چې دندو ته ولېږل شي.
د ده په خبره، دغه سرتېري به د سوېلي زون په بېلابېلو لواګانو کې ځای پر ځای او پر دندو وګومارل شي.
نوموړي دا د یاد روزنیز مرکز ۲۷ روزنیز پړاو یاد کړ چې په ترڅ کې یې په زرګونو سرتېري روزل شوي او ترې فارغ شوي دي.
هغه د دې تر څنګ یادونه وکړه چې سرتېرو ته په بېلابېلو برخو کې د روزنې نور مسلکي کورسونه هم لري چې د هغوی د وړتیاوو لوړولو په برخه کې یې ښه رول لرلی دی.
د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان ډګر جنرال امام نظر بهبود فارغو سرتېرو ته په خپله وینا کې وویل، تاسې داسې مهال له زده کړو فارغېږئ او خپله دنده پیلوئ چې د ولسمشر په وړاندیز د سولې خبرې روانې دي او هیله مندي دا ده چې مثبتې پایلې به ولري.
هغه زیاته کړه، د وطن او خلکو ساتنه فرض ده او دغه دنده به په رښتینولۍ مخ ته وړي.
نوموړي له فارغ شوو سرتېرو وغوښتل چې له فساد، خیانت او غلفت ډډه وکړي او یوازې خپل پام د خلکو او هېواد ساتنې ته واړوي.
ده وویل: ((کومې وسلې او وسایط چې تاسې ته درکول کېږي، د کوم شخص په نوم نه درکول کېږي، بلکې د افغانستان په نوم درکول کېږي، په کار ده پر ځای یې وکاروئ او په سمه توګه یې وکاروئ.))
د ده په وینا، وسله د ناموس په څېر ده او سرتېري هېڅکله خپله وسله بل چا ته نه سپاري.
بهبود د ملي اردو د سرتېرو د سرښندنو ستاینه وکړه او یادونه یې وکړه چې په قربانیو یې د کندهار- اروزګان لار تازه خلاصه شوې، څو خلک پرې تجارت او تګ راتګ وکړي.
د فارغ شوو سرتېرو له ډلې د رازمحمد په نوم یوه سرتېري پژواک اژانس ته وویل، د ملي اردو له لیکو سره د وطن او خلکو د خدمت په موخه یو ځای شوی.
دی وايي، د درېیو میاشتو په موده کې یې ښه روزنه ترلاسه کړې، اسانتیاوې ورته برابرې شوې او د دې وړتیا لري چې خپله دنده په ښه توګه ترسره کړي.
په کندهار کې د ملي اردو دغه ۱۰۰۰ سرتېري داسې مهال فارغېږي چې وسله والو طالبانو د هوا له ګرمېدو سره د الفتح په نوم نوي عملیات اعلان کړي.
امنیتي چارواکي وايي، د وسله والو مخالفینو د هر ډول بریدونو د مخنیوي لپاره یې تدابیر نیولي او پر وړاندې به یې د دوی عملیات هم دوام ولري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










