Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لوګر په ازره کې یوه ښوونځي او یوې مدرسې ته ودانۍ جوړېږي

پل علم (پژواک، ٢٦ ورى ٩٨): د لوګر په ازره ولسوالۍ کې يوه ښوونځي او یوې مدرسې ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.

د لوګر د پوهنې رياست وايي چې په ازره ولسوالۍ کې د حضرت يحيى په نوم يوې دیني مدرسې ته د ودانۍ جوړولو کار پيل شو.

د پوهنې رياست وياند شاه پور عرب د وري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده مدرسه د ولسمشر محمد اشرف غني د هغې ژمنې له مخې چې د يادې ولسوالۍ له خلکو سره يې څه موده مخکې کړې وه، جوړېږي.

د هغه په وينا، پر دې ودانۍ شاوخوا ۱۳ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د حکومت له بودجې ورکول کېږي.

عرب وويل چې ياده ودانۍ به ۸ درسي ټولګي، دوه اداري خونې، مېز او څوکۍ، د اوبو څاه، د احاطې دېوال او ۵ غرفې تشنابونه ولري چې د جوړېدو چارې به یې په ۹ میاشتو کې بشپړې شي.

د پوهني رياست د معلوماتو له مخې، په لوګر کې دا مهال ۲۹ ديني مدرسې، دارالحفاظونه او دارالعلومونه فعاليت لري چې ۲۵ يې لا هم ودانۍ نه لري.

د ازرې د اکبرخېلو قومي مشر سردارولي پژواک ته وويل چې دا مدرسه څو کاله مخکې جوړه شوې وه خو ودانۍ يې نه لرله.

د هغه په وينا، د دې ودانۍ له جوړېدو سره به د زده کوونکو لويه ستونزه هواره شي.

د پوهنې رياست وياند دغه راز وويل چې په ازره ولسوالۍ کې د چوترې د هلکانو لېسې ته هم د نوې ودانۍ د جوړولو کار پيل شوى دى.

عرب وويل چې پر دې ودانۍ ١٩ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې په کې ١٤ درسي او ١٢ اداري خونې له نورو ملحقاتو سره جوړېږي او د جوړېدو چارې به يې په ١٦ مياشتو کې بشپړې شي.

د ازرې ولسوال حميدالله حميد د پروژې له تطبيقوونکي شرکته وغوښتل چې خپل کارونه پر وخت او معيار ترسره کړي.

هغه پژواک ته وويل چې د ولسوالۍ ډېرى ښوونځي ودانۍ نه لري او له حکومته يې په دې برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.