مزارشريف (پژواک، ۲۸ وری ۹۸): د افغانستان د پاليسۍ جوړولو ډله وايي چې د سولې په روانو مذاکراتو کې د افغانستان عام خلک څنډې ته کړای شوي دي.
دغې ډلې دغه څرګندونې د وري په ۲۸مه په مزارشريف کې (د سولې په بهير کې د خلکو غږ) تر نامه لاندې کنفرانس کې وکړې چې د ټولنې بېلابېلو اقشارو په کې ونډه اخيستې وه.
د افغانستان د پاليسۍ جوړولو ډلې غړي مجيب خلوتګر د ياد کنفرانس په اوږدو کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کنفرانس به د افغانستان په لويو ښارونو کې جوړېږي چې موخه يې د سولې په روانه پروسه کې د افغانانو د نظرياتو راټولول دي.
نوموړي زياته کړه چې په وروستيو کې د افغانستان د سولې پروسه او مذاکرات مهم پړاو ته رسېدلي خو زياتوي چې د سولې خبرو په دغه بهير کې د خلکو غږ ډېر کم اورېدل کېږي.
د هغه په خبره، له يادو کنفرانسونو به د خلکو نظريات را ټولېږي او د سولې په تړاو تر مشورتي لويې جرګې وړاندې به په کابل کې د سولې ستر ملي کنفرانس جوړېږي چې بيا به د خلکو همدا نظريات په يوه واحد چوکاټ کې ځای پر ځای کېږي.
خلوتګر وايي چې د خلکو توحيد شوي نظريات به په کتبي ډول هم د مشورتي لويې جرګې دارالانشا او هم به نړيوالو بنسټونو ته سپارل کېږي.
ده زياته کړه: ((که سوله د خلکو لپاره وي، نو بايد د خلکو نظرياتو او اندېښنو ته په کې پام وشي؛ که داسې نه کېږي نو د سولې روانه پروسه به د يو څو سياستوالو خپل منځي هوکړه وي.))
نوموړی زياتوي چې له دې وړاندې يې په هرات او کندهار ولايتونو کې دا ډول کنفرانسونه جوړ کړي چې خلکو ته په کې د هغوی د نظرياتو وړاندې کېدو موقع برابره کړې ده.
خلوتګر دا هم وويل چې ټول افغانان سوله غواړي خو تر څنګ يې د سولې راوستو او د دې پروسې د برياليتوب لپاره يو لړ مشخص شرايط هم لري.
هغه زياته کړه چې خلک د سولې تر څنګ بيارغونه، تعليم او د افغانستان له ګاونډيانو سره د اړيکو تعريف هم غواړي.
د هغه په وينا، خلک لنډمهاله سوله نه غواړي، بلکې غوښتنه دا ده چې د تلپاتې سولې رامنځته کېدو لپاره دې کار وشي.
هغه دا هم وويل چې د حکومت له خوا د قطر کنفرانس لپاره د ۲۵۰ کسيز پلاوي ټاکل به د سولې پر روانو مذاکراتو مثبت اغېز وکړي خو نيوکه يې دا وه چې ياد پلاوي کې ډېری حکومت پلوه کسان شامل دي.
login or register a new account.