مزارشريف (پژواک، ۲۸ وری ۹۸): د افغانستان د پاليسۍ جوړولو ډله وايي چې د سولې په روانو مذاکراتو کې د افغانستان عام خلک څنډې ته کړای شوي دي.
دغې ډلې دغه څرګندونې د وري په ۲۸مه په مزارشريف کې (د سولې په بهير کې د خلکو غږ) تر نامه لاندې کنفرانس کې وکړې چې د ټولنې بېلابېلو اقشارو په کې ونډه اخيستې وه.
د افغانستان د پاليسۍ جوړولو ډلې غړي مجيب خلوتګر د ياد کنفرانس په اوږدو کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کنفرانس به د افغانستان په لويو ښارونو کې جوړېږي چې موخه يې د سولې په روانه پروسه کې د افغانانو د نظرياتو راټولول دي.
نوموړي زياته کړه چې په وروستيو کې د افغانستان د سولې پروسه او مذاکرات مهم پړاو ته رسېدلي خو زياتوي چې د سولې خبرو په دغه بهير کې د خلکو غږ ډېر کم اورېدل کېږي.
د هغه په خبره، له يادو کنفرانسونو به د خلکو نظريات را ټولېږي او د سولې په تړاو تر مشورتي لويې جرګې وړاندې به په کابل کې د سولې ستر ملي کنفرانس جوړېږي چې بيا به د خلکو همدا نظريات په يوه واحد چوکاټ کې ځای پر ځای کېږي.
خلوتګر وايي چې د خلکو توحيد شوي نظريات به په کتبي ډول هم د مشورتي لويې جرګې دارالانشا او هم به نړيوالو بنسټونو ته سپارل کېږي.
ده زياته کړه: ((که سوله د خلکو لپاره وي، نو بايد د خلکو نظرياتو او اندېښنو ته په کې پام وشي؛ که داسې نه کېږي نو د سولې روانه پروسه به د يو څو سياستوالو خپل منځي هوکړه وي.))
نوموړی زياتوي چې له دې وړاندې يې په هرات او کندهار ولايتونو کې دا ډول کنفرانسونه جوړ کړي چې خلکو ته په کې د هغوی د نظرياتو وړاندې کېدو موقع برابره کړې ده.
خلوتګر دا هم وويل چې ټول افغانان سوله غواړي خو تر څنګ يې د سولې راوستو او د دې پروسې د برياليتوب لپاره يو لړ مشخص شرايط هم لري.
هغه زياته کړه چې خلک د سولې تر څنګ بيارغونه، تعليم او د افغانستان له ګاونډيانو سره د اړيکو تعريف هم غواړي.
د هغه په وينا، خلک لنډمهاله سوله نه غواړي، بلکې غوښتنه دا ده چې د تلپاتې سولې رامنځته کېدو لپاره دې کار وشي.
هغه دا هم وويل چې د حکومت له خوا د قطر کنفرانس لپاره د ۲۵۰ کسيز پلاوي ټاکل به د سولې پر روانو مذاکراتو مثبت اغېز وکړي خو نيوکه يې دا وه چې ياد پلاوي کې ډېری حکومت پلوه کسان شامل دي.
د ياد کنفرانس ګډون کوونکې او د ښځو حقونو فعاله فرزانه رحيمي وايي چې د افغانستان خلک بې له قيد او شرطه د سولې د بين الافغاني خبرو د پيلېدو غوښتونکي دي.
خو زياتوي چې د سولې مذاکراتو د پايلو پر مهال بيا داسې موارد شته چې بايد پر ساتلو يې ټينګار وشي.
هغې د بېلګې په ډول، د تېرې يوې نيمې لسيزې لاسته راوړنې، د ښځو حقوق او د بيان ازادي يادې کړې چې بايد د سولې په مذاکراتو کې حفظ شي.
د مزارشريف ديني عالم مولوي عبدالحنان د ياد کنفرانس په اوږدو کې پژواک ته وويل چې د سولې په تړاو له هر اخيستونکي رښتيني ګام څخه بايد ملاتړ وشي.
هغه زياته کړه چې له روانې جګړې طالبان، بهرني ځواکونه او همدا راز افغانان ستړي شوي او نور نه غواړي چې روانه بربادي دوام وکړي.
هغه د مزارشريف کنفرانس ته په اشارې هيله مندي وښوده چې د خلکو نظريات دې پرته له کوم سانسور څخه د سولې مذاکراتو اړخونو ته ور ورسول شي.
د هغه په وينا، د افغانستان خلک له روانې جګړې ډېر ځورېدلي او په خبره يې د سولې مذاکراتو ټول اړخونه بايد د خلکو حالت ته پام وکړي.
نوموړي د حکومت له خوا د قطر کنفرانس لپاره د پلاوي ټاکل ښه ګام بولي خو زياتوي چې په دغه پلاوي کې بايد د کسانو شمېر محدود وي څو د پروسې له ستونزمنې کېدو څخه مخنيوی وشي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










