Language

د بلخ امنيه قوماندان: د امنيت ټینګولو په برخه کې د هېچا پروا نه کوو

مزارشريف (پژواک، ۲۹ وری ۹۸): د بلخ امنيه قوماندان سمونوال اجمل فايز وايي چې د ټولو هغو ډلو پر ضد به جدي اقدامات وکړي چې د بلخ امنيت ګواښي.

نوموړي د وري په ۲۹مه په مزارشريف کې د پوليسو د تېرې اوونۍ لاسته راوړنو په کنفرانس کې همدا راز وويل چې هېڅ څوک له قانونه لوړ نه دي.

د بلخ امنيه قوماندان وايي چې د تېرې اوونۍ په اوږدو کې يې د بېلابېلو جرمونو په تور ۲۵ کسان نيولي چې دمګړۍ تر عدلي او قضايي تعقيب لاندې دي.

د هغه په خبره، د تېرې يوې اوونۍ په اوږدو کې ۱۳ بېلابېل ډول وسله هم د پوليسو لاس ته ورغلې ده.

فايز د نيول شوو نشه يي توکو په اړه وويل چې ۵۶۳ کيلوګرامه شيشه، ۴۱۰ کيلوګرامه ترياک او هيرويين او ۱۲۱کيلوګرامه الکولي مشروبات هم په تېره اوونۍ د بلخ پوليسو له خوا نيول شوي دي.

د هغه په خبره، پوليس به د ټولو هغو ډلو پر ضد جدي اقدامات وکړي چې د بلخ د امنيت لپاره ګواښ جوړوي.

نوموړی وايي چې په دې برخه کې به د هېچا پروا ونه ساتي.

هغه وايي چې له خلکو سره يې په بلخ کې د امنيت راوستو ژمنه کړې او هڅه به يې دا وي چې خپله دغه ژمنه پوره کړي.

د امنيه قوماندان په وينا، لومړی به په مزارشريف ښار کې د وېره اچوونکو پر ضد عمليات ترسره کړي او له هغه وروسته به دغه لړۍ ولسواليو او لرو پرتو سيمو ته هم غځوي.

login or register a new account.